ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې نن (شنبه) بلوڅ ازاديغوښتونکو د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو پر کاروان برید کړی.
سرچینو له معلوم جزئیات ورکولو پرته ویلي، چې په دغه برید کې پاکستاني ملېشو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچینو تائید کړې، چې دې برید کې د پاکستاني ملېشو څلور موټریز کاروان په نښه شوی، چې له ډلې یې یو موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
