
د بلوچستان نېشنلېسټ پوځ (BNA) د بلوچستان ایالت تاجابان ولسوالۍ کې د پاکستاني عسکرو پر کمپ برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۳ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بلوچستان د ازادۍ لپاره به جګړه دوام ومومي او دوی به د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونه روان ساتي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو ځایي سرچینې وایي، بلوچستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.