د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت په نوشکي ولسوالۍ کې نامعلومه وسلهوالو د پولیسو د ګزمې پر موټر برید کړی او څلور پاکستاني پولیس یې هلاک کړي دي.
دغه راز، تېره ورځ د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د وسله والو په ډزو کې د اوبو رسونې څلور تنه کارکوونکي وژل شوي دي.
د یادو بریدونو مسئولیت تر دې دمه کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی خو؛ تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسئولیت د بلوڅو بېلتون پالې ډلې منلی دی.