Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د بهرمېشتو ټلوالو او د دوی د مداحانو بېړۍ سورۍ او انجام ورکه ده!
    تورې څېرې

    د بهرمېشتو ټلوالو او د دوی د مداحانو بېړۍ سورۍ او انجام ورکه ده!

    صابر افغانصابر افغان24 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت مداح او په امریکا کې مېشت نجیب ننګیال د خپل متزلزل او د ذوق وهلي دریځ په دوام، دا ځل د مقاومت په نوم د شر و فساد جبهې د رهبرۍ غړي امرالله صالح ته له چاپلوسۍ ډک لیکونو لیکل پیل کړي دي. نوموړی چې د تېر جمهوریت پرمهال د خلکو په منځ کې د «د سیاسي خیاط» په نوم مشهور و، تل به یې د هغه پرځېدلې دورې چارواکو تېروتنو او نارواوو ته توجیه جوړولې او هڅه یې کوله چې دوی سپین چرګان معرفي کړي.

    نجیب ننګیال چې د جمهوریت پرمهال ورته په داخلې وزارت کې عادي دنده ورکړل شوې، شپه او ورځ به یې د جمهوریت د چارواکو د فسادونو، رشوتونو، ظلمونو، جنایتونو دفاع کوله او ان ډېری وختونه به له دې یو ګام وړاندې شو، د امریکا تر مشرۍ لاندې اشغالګر ځواکونه به یې د افغانستان دوستان او مدافع بلل، د دوی اشغال ته به یې توجیه جوړولې او ان د شپنیو چاپو، هوايي بریدونو په ګډون به یې د امریکا، ناټو او ‎داخلي عسکرو وحشتونه مشروع او قانوني ګڼل، نو له همدې کبله ورته د «خیاط» نوم ورکړل شو.

    هغه د جمهوریت په وروستیو کې امریکا ته وتښتېد، هلته مېشت شو، خو د جمهوریت له پرځېدو سره سم، کله چې په نوموړي د خپل تبلیغ او خیاطۍ په مقابل کې د جمهوریت د چارواکو د ځانګړو کوډونو پیسې ودرېدلې، نو سملاسي یې خپل متزلزل دریځ بدل کړ، هڅه یې وکړه چې ځان په اصطلاح ملي او منلی شخص وښيي، د همدې کار لپاره یې د هغو چارواکو پر تېرو منفي کړنو اعتراف وکړ او پر هغوی به یې نقدونه او نیوکې کولې. نوموړي د جمهوریت د چارواکو پر ټولو هغو کارونو دا نقدونه پیل کړل، چې ده به یو وخت ترې دفاع کوله او په سپین سترګۍ به یې ردول.

    نوموړي کله چې امریکا ته د جمهوریت د پخواني چارواکي او د سي آی اې د جاسوس امرالله صالح د تګ اوازې واورېدلې، نو دا ځل یې خپل همېشنۍ بدلېدونکی او متزلزل دریځ دې خواته راواړاوه. صالح ته لیکنې کوي، هغه ملي شخص بولي او د پرځېدلي جمهوریت بیا احیا ته یې هڅوي؛ په داسې حال کې چې څه موده وړاندې همدې ننګیال د صالح او مقاومت په نوم د شروفساد جبهې کسان «لنډغر» او «بدمعاشان» او له ښکنځلو ډکې د دوی خبرې یې «د خیرخانې ادبیات» بلل.

    نو په هغه کچه چې د پرځېدلي جمهوریت تېر چارواکي، د اوسنیو ټلوالو، ګوندونو، جبهو او بهیرونو سرلاري او مشران متزلزله، بې باوره، رټل شوي، معامله ګر، بې دریځه او بې منطقه دي، په هماغه کچه یې مداحان هم دي. دغه مداحان هم اوس ټولو پېژندلي، ټول ورته د معامله ګرو، بې دریځه او متزلزله کسانو په سترګه ګوري او په هېڅ خبره یې باور نه کوي، نو ځکه ویلی شو، چې په کومه بېړۍ کې چې دوی ناست دي، دا بېړۍ له یوې خوا څو ځایه سورۍ ده او له بلې خوا پر یوه نامعلوم لوري روانه ده، چې یا به ډوبېږي او یا به د تل لپاره ورک کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبنګله دېش له هند څخه په رسمي ډول د شيخ حسینه واجد د سپارلو غوښتنه کړې
    راتلونکي مقاله پر پکتيکا د پاکستان وحشي بمبارد کې د ماشومانو په ګډون عام وګړي شهيدان شوي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ پر صهیونیستي اهدافو د «وعده صادق-۳»…

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.