د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د هند جمهوریت د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي «جي پي سنګ» سره کتلي دي.
د یاد وزارت ویاند په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي او د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره باید افغان وګړو ته، په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند د ویزو ورکولو کې اسانتیاوې لا زیاتې شي.
بلخوا د هند ځانګړي استازي ویلي چې هېواد ته یې د افغانستان سره اړیکې مهمې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې لرغونی تاریخ لري.
د هغه په وینا چې له افغانانو سره د بشري مرستو تر څنګ یې هېواد پراختیایي مرستې هم پیل کړي دي او اړوندو افغان ارګانونو سره په تخنیکي خبرو بوخت دي.
د يادونې وړ ده چې د مولوي امیر خان متقي او جي پي سنګ په دې کتنه کې د هند ځانګړي استازي دا هم ویلي په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې اترې وشي.