Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د بې‌کارۍ سره مبارزه؛ کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۶۱مېلیونه افغانیو په ارزښت ۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي
    افغانستان

    د بې‌کارۍ سره مبارزه؛ کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۶۱مېلیونه افغانیو په ارزښت ۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

    عمران آغاعمران آغا2 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د بې‌کارۍ د ختمولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په پار یې د ۲۶۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۸ عنوانه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د همکارو موسساتو ترمنځ مختلفو برخو کې د ۲۶۱مېلیونه افغانیو په ارزښت ۸عنوانه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

    په خبرپاڼه کې د یاد وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال مولوي عبدالبر له قوله ویل شوي، چې د دغه هوکړه‌لیکونو له لارې به گڼو خلکو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي.

    دا چې افغانستان کې ډاډمن امنیت ټینگ او مختلفو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو مناسب فرصت برابر دی باید په گډه توگه او په ښه ډول خپل مسوولیتونه ادا او د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړو. له نېکه‌مرغه له څلورو کورنیو او نړیوالو موسساتو سره مو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل، چې له امله به یې ۲۴۳۷تنو ته دفني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره او ۴۶۰۰ تنو زیانمنونکو ماشومانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ وشي او یادې پروژې به د پلازمېنې کابل په گډون په اوو ولایتونو کې پلې شي.

    په هېواد کې د نورو ستونزو سربېره بې‌کاري هغه ستونزه ده، چې مېلیونونه افغان ځوانان ورسره لاس او گرېوان دي.

    په هېواد کې د بې‌کارۍ له امله گڼ افغان ځوانان په ایران، ترکیې، پاکستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او نورو هېوادونو کې په سختو کارونو بوخت دي، چې گڼ یې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او ډېری وخت د پولیسو له لوري ځورول کېږي.

    مخکینۍ مقالهغزني کې د ځايي خلکو په مالي مرسته یو ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي
    راتلونکي مقاله شیخ شهاب الدین دلاور: د هېواد اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې په پار د کانونو استخراج مو لومړیتوب دی

    مربوطه لیکنې

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    افغان ځواکونو پکتیا کې لسګونه میله قاچاق شوې وسلې نیولي

    11 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 11 اپریل 2026

    د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو پر کاروان برید شوی

    ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې نن (شنبه) بلوڅ ازادي‌غوښتونکو د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې…

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    کونړ کې پر فرضي د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه شوي

    11 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو پر کاروان برید شوی

    11 اپریل 2026

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    کونړ کې پر فرضي د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه شوي

    11 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،173 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.