Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د بې نفوذه سیاسیونو ناکامه ائتلاف
    تورې څېرې

    د بې نفوذه سیاسیونو ناکامه ائتلاف

    صابر افغانصابر افغان8 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ناکامه او نامراده ائتلافونو په تسلسل کې یو ځل بیا د تښتېدلو او رټل شویو سیاسونو لخوا یو ګډ ائتلاف ظهور وکړ. له دې وړاندې د سیاف، قانوني، دوستم، عطا محمد نور، محقق او نورو په ګډون د شر او فساد شورا تر عنوان لاندې یوه مجموعه جوړه کړې وه، خو د خپل منځي اختلافاتو له امله یې یاد وشړېده.

    بیا یې د انلاین ناستو له لارې د بلې اجماع د جوړېدو هڅې وکړې، خو صلاح الدین رباني او عطا محمد نور د احمد مسعود په مشرۍ هر جریان مردود وګاڼه او ادعا یې وکړه چې د احمد مسعود تر رهبرۍ لاندې د هیڅ کوم جریان برخه نه یو. بلکې عطا محمد نور، احمد مسعود ته د وراره او زوی خطاب وکړ، یعنې احمد مسعود ته یې وښودل، چې ته مې د زوی هومره یې، نو زه څنګه د خپل زوی تر شا روان شم!؟

    اوس تادین خان، دوستم، محقق، احمد مسعود او نورو په ګډون نوی خیالي ائتلاف “د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع” په نوم اعلان کړ، دغه مجمع د شر او فساد شورا په نسبت پراخه ده او د دوی په وینا کابو پنځلس سیاسي جریانونه په کې شامل دي؛ هغه بې اغېزې جریانونه چې تر دې وخته یې یوازې نوم شته.

    کله چې افغانستان کې له امریکا سره د طالبانو اړیکې خړې پړې شي، بیا نو یادو پخوانیو سیاسیونو ته د یوې خولې خندا او مجلس فرصت په لاس ورشي، خو ډیری وخت یې دغه مجالس د اختلافاتو له امله د یو او بل په توهین او خپګان پای ته رسېدلي دي.

    د غه منفور چارواکي غواړي په مطبوعاتي مانورونو د امریکایي چارواکو او غربیانو پام ځان ته واړوي او هغوی ته وښيي، چې دوی د افغانستان اغیزمنې او با نفوذه څهرې دي.

    عبدالرب رسول سیاف چې د دې جریان یو غړی دی، په خپلو خبرو کې وویل، چې د دې ائیتلاف هر غړی په افغانستان کې قوي ريښې لري، که دوی وغواړي خپلو پلویانو ته غږ وکړي چې د مدني نافرمانۍ په موخه واټونو ته ووځي، له ټوپک پرته به یې د طالبانو واکمني ختمه کړې وي. سیاف دا ادعا په داسې حال کې کوي، چې د جمهوریت د پرځېدو تر ورځې له محدود شمېر خلکو پرته، مؤمن او مجاهد ولس د همدې سیاسونو په مشري جوړ جمهوریت وپرځاوه او سیاسیون د ولس د محاکمې له وېرې وتښتېدل.

    دا تښتېدلي سیاسیون نه ريښې لري، نه سیاسي او اجتماعي اړیکې؛ نه سیاسي نفوذ لري او نه هم ولس ته منلي دي. د “ملي” تر عنوان لاندې شخصي ائتلافونه یوازې د بهرنیانو د پام اړولو په موخه جوړوي، څو ورځې بې نتیجې مجلسونه کوي او بیا هر یو پر خپله مخه ځي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبهرنیو چارو وزارت: هیله لرو سوریه کې د انقلاب پاتې پړاوونه په ښه ډول مدیریت شي
    راتلونکي مقاله د بهر مېشتو سیاسي سوداګرو خیالي جبهې او مجازي مبارزې

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود؛ په سیمه ایزو لوبو کې د فرانسې نوې وسیله

    24 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جون 2025

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    د یمن د انصارالله ډلې (حوثیانو) د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په تازه څرګندونو…

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،971 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،902 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،896 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.