یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
په افغانستان باندې د شوروي یرغل سره سم، په هېواد کې بېلابېلې ډلې جوړې شوې چې د دې وضعیت څخه په استفاده د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره کار وکړي؛ په دې ډلو کې داسې عناصر شامل وو چې د بهرنیو استخباراتي ادارو لخوا روزل شوي او حمایه کېدل.
د دې کسانو روزنه او پالنه ډېره په منظمه او سیستامتیکه توګه د ناصر باغ په کمپونو کې ترسره شوه؛ دا پروسه نه یوازې نظامي روزنه وه، بلکې په عقیدوي او سیاسي ډګر کې هم د هغوی مغزونه مینځل کېدل، تر څو په افغانستان کې ناامني، خیالي حکومتونه، ظلم، بغاوت، او د خپلو هېوادوالو وژنې ته لاره هواره کړي.
د شوروي یرغل پر مهال، ځینې مطرح څهرې چې وروسته یې په هېواد کې د شر او فساد بنسټونه کېښودل، د همدغو استخباراتي روزنو نتیجه وه؛ دې کسانو په سیستماتیک ډول د استخباراتو له بېلابېلو ادارو سره اړیکې جوړې کړې وې او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی وو، چې د افغانستان د ملي حاکمیت په قیمت به دوی د هغو استخباراتي پروژو برخه شي چې د بهرنیو قدرتونو لپاره ګټورې وي.
احمد شاه مسعود، چې د دې پروژو مخکښ او مطرح شخصیت ګڼل کېده، د هېواد د بربادۍ لپاره له بېلابېلو هېوادونو لکه پاکستان، هندوستان، ایران، برطانيې، امریکا، او فرانسې سره په منظمه همکارۍ کې و.
د هغه هدف نه یوازې د خپل شخصي قدرت تثبیت و، بلکې هغه د بهرنیو استخباراتي ادارو موخې هم په افغانستان کې پلي کولې؛ د شورويانو پر ضد د جګړې پر مهال، په ډېرو مواردو کې هغه په غیر مستقیم ډول له شوروي ځواکونو سره هم همکارۍ لرلې، تر څو د هغه ځایي سیاسي مخالفین او نور مجاهدین له منځه یوسي.
له هغه وروسته، په میراث کې داسې عناصر پاتې شول چې د هغه او د نورو بهرنیو استخباراتي ادارو ګډو پروژو ته یې دوام ورکړ.
چې له جملې یې امرالله صالح، چې د CIA او د تاجکستان د SCNS سره نږدې اړیکې لرلې/لري، د دې پروژو مهم غړی و؛ د هغه په ماموریت کې د هېواد د ملي او مخکښو علماوو ترور، په مقدسو ځایونو بریدونه، او د تروریستي ډلو لکه داعش او اختطافګرو ملاتړ او ساتنه شامل وو.
صالح په ډېر منظم او اغېزمن ډول دا ماموریتونه ترسره کړي، چې د افغانستان د داخلي ناامنیو او بربادۍ یو مهم عامل ګڼل کېږي.
اوس یې په سوشل میډیا کې ځینې پاڼې جوړې کړي او ترې داسې درواغجن تبلیغات کوي، چې پنځه کلن ماشوم یې هم تشخیص کولی شي، خو د دې باوجود هم دی خپل دې کچه ماموریت ته ورغاړې وتی دی، تر څو خپله چټل شوې څهره بیا را ژوندۍ او ځان د تف کړو سازمانونو د کار اله جوړه کړي.
یو څوک چې په دې نه پوهېږي، چې د ده په درواغجنو نشراتو هر سړی پوهېږي نو دا به د ۴۰ میلیونو افغانانو مشري په کومه پوهه او کوم ډول وکړي!؟
سره له دومره نادانۍ، دی بیا هم د افغانستان د تېر پرځېدلي جمهوریت لومړی مرستیال و او د ټول ملت سیاست یې په خپله غاړه اخیستی وو.
دا د شر او فساد لښکر د افغانستان د خلکو لپاره د بدنامۍ څهرې دي؛ د هېواد په هره څنډه کې چې ناامني او بربادي ترسره شوې ده، د همدې شر خوښوونکو، مفسدينو او د بهرنیو قدرتونو لاسونه پکې ښکېل وو/دي.
د دې بدنامو څهرو په غوښتنو، افغانستان یو ځل بیا د داخلي جګړو او بحرانونو په ګرداب کې د ډوبېدو لپاره روان کړی وو، چې له نیکه بخته الله تعالی ذلیل او رسوا له هېواد څخه له خپلو بادارانو سره یو ځای ورک کړل.
خو اوس بیرته په دې کوښښ کې دي، چې بیا د پاکستان له لورې په افغانستان کې د بُغاتو او داعشو پر مټ جګړه روانه کړي چې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې یې پلانونه شنډ او له منځه وړل شوي دي.