Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د تبلیغاتي جګړې زیانونه
    لیکني

    د تبلیغاتي جګړې زیانونه

    صابر افغانصابر افغان21 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نوین ساپی

    تبلیغاتي جګړه ډېر زیانونه لري چې مستیقماً د خلکو په روح او روان باندې تاثیرات پرېباسي؛ د وېرې او وحشت خورولو لپاره زمینه سازي کوي، د یوه فعالیت د ترسره کولو پر وړاندې خنډونه زېږوي، په راتلوونکي باور له منځه وړي، هیلې او امیدونه وژني، د ټولنې ایدیالوژیکي، مذهبي، تاریخي، فلسفي او علمي برخې په بر کې نیسي. د دې جګړې اصلي وسلې د تېرایستنې په موخه د حقایقو اړول او د ناسمو اطلاعاتو ورکول دي.

    که د هیواد په سطحه وکتل شي، تر ډېره هغه مغرضې کړۍ، ډلې ټپلې غیرې معیاري تبلیغات کوي چې تفرقه رامنځته کړي، د عوامو او دولت ترمنځ درز و غورځوي.

    که مونږ دې ته زیر شو، رسنیزه تبلیغاتي جګړه د اسلامي امارت پر وړاندې د داخلي او بهرني دښمن یو بله هڅه ده، چې وخت ناوخته د نظام پر وړاندې منفي پروپاګند کوي، غلطه ذهنیت سازي کوي، بې حیایي او فحشا ته لمن خوره وي.

    تبلیغاتي جګړه له ډېرو پخوا زمانو راهیسي دود ده، خو د شلمې پېړۍ په اوږدو کې دا لړۍ ډېره پراخه شوه، که په پیل کې یواځې چاپي لیکنې وې، وروسته رادیو او تلویزون ورسره یوځای شو، نن سبا مالوماتي تکنالوژي هم یوه ډېره اغېزناکه وسله ګرځېدلې ده؛ هیوادوال باید په دې اګاه ووسي، د یو شمېر رسنیو په خبرونو، فلمونو، غږیزو او انځوریزو کلیپونو، په دوه مخې چلند باندې قضاوت ونه کړي، چې د هغې له جملې، څخه د افغانستان انټرنېشنل، امو، ازادۍ او دې ته ورته نورې رسنۍ دي چې د بهرنیانو په اشارې تبلیغاتي جګړې پر مخ بیایي، په نشراتو یې باید باور ونه کړای شي.

    غرب په نړۍ کې هر ډول نظامونه زغمي، شاهي او سلطنتي، جمهوري او دیموکراتیک، مذهبي او غیر مذهبي، بې دینه او سیکولر، دا ټول موږ وینو چې نړۍ کې شته، غرب ورسره کومه ستونزه نلري؛ راکړه ورکړه او تعامل هم ورسره لري، په رسمیت یې هم پېژني، خو په دې دومره لویه نړۍ کې او د دومره لوی شمېر مسلمانانو باوجود د نړۍ په یوه څنډه کې هم اسلامي نظام نشي زغملی.

    که د سیاست له اړخه وګورو، هغه هیوادونه چې له یوه او بل سره سیاسي اختلافات لري، لومړی له تبلیغاتي جګړې څخه کار اخلي، خپل ټول نظامي تجهیزات د مطبوعاتو په حضور کې نندارې ته وړاندې کوي، یعنې خپل زور او طاقت ورته په ډاګه کوي، په یوه نه یوه ډول مقابل لوری خپل تر تاثير لاندې راولي.

    کله چې د یوه هېواد د اتباعو یوه برخه د خپلو نورو هېواد والو په شان د ملي او فرهنګي ارزښتونو دساتلو په تړاو یو شان نظر ونلري، نو دولت او ټولنه د بحران په لور درومي او د پردیو د لاسوهنې لپاره زمینه برابریږي.

    مخکینۍ مقالهیوناما: په بغلان کې د سیلابونو له امله ۶۰ زره تنه اغیزمن شوي دي
    راتلونکي مقاله د افغان حکومت لوړپوړی پلاوی به د ایران د ولسمشر په جنازه کې ګډون وکړي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 16 مارچ 2026

    بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو پر موټر بمي برید شوی

    ځایي سرچینو هندوکش‌ ته ویلي، چې نن (دوشنبه) د بلوچستان په دکي سیمه کې د…

    مجاهد: پاکستاني رژیم کابل کې د روږدو د درملنې روغتون هدف ګرځولی

    16 مارچ 2026

    ‏ملي دفاع وزارت: افغان ځواکونه کابل کې د پوځي رژیم پر الوتکو ډزې کوي

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو پر موټر بمي برید شوی

    16 مارچ 2026

    مجاهد: پاکستاني رژیم کابل کې د روږدو د درملنې روغتون هدف ګرځولی

    16 مارچ 2026

    ‏ملي دفاع وزارت: افغان ځواکونه کابل کې د پوځي رژیم پر الوتکو ډزې کوي

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.