
هندوکشغږ ته د رسېدلو اسنادو پر بنسټ، د پرځېدلي جمهوریت پر مهال مهمي سیاسي څهرې او د بلخ والي عطاء محمد نور د بلخ ولایت، خاص بلخ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته په یو لېږلي مکتوب کې هدایات ورکړي، چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د نفوذ مخنیوي او د هغوی د بدنامۍ لپاره یو ښوونځی والوزوي.
په هغه مکتوب کې، چې هندوکشغږ ته رسېدلی، راغلي چې:«طالبانو په بېلابېلو سیمو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي، چې په کابل کې زمونږ او دوستانو د اندیښنې وړ ګرځېدلي، تاسو خپلو عسکرو ته هدایت وکړئ، چې یو محلي ښوونځی والوزوي، ترڅو د خلکو همکاري له طالبانو سره له منځه لاړه شي.» عطاء محمد نور دغه هدایت په محلي سیمو کې د طالبانو د نفوذ له ډاره ورکړی، ترڅو هلته د طالبانو پرمختګ او له خلکو سره نږدې والی کم شي.
دا چې په رسنیو کې هم د خپراوي لپاره د پرځېدلي جمهوریت چارواکو د تبلیغاتي دستګاه د فعال ساتلو لپاره ملي شتمنۍ له منځه وړلې، په مکتوب کې اضافه کړې چې:«د چمتال ولسوالۍ له امنیه قومندانۍ سره په تماس کې شئ، ترڅو کار په همغږي ترسره شي؛ وروسته مو له نتیجې څخه ژر خبر کړئ، ترڅو په رسنیو کې پر وخت په دې اړه نظر وړاندې کړو.»
د مکتبونو الوزول د پرځېدلي جمهوریت پر مهال هغه کړنه وه، چې د چارواکو په رسمي هدایاتو ترسره کېدل، ترڅو د طالبانو په وړاندې د تبلیغاتو په توګه استفاده ترې وکړي او په ولسي وګړو کې د هغوی د نفوذ مخنیوی وکړي؛ په دې کار کې د پرځېدلي جمهوریت مهم چارواکي ښکېل وو او د دې لپاره چې تبلیغاتي سوژې ایجاد کړي، د هېواد ملي شتمنۍ یې له منځه وړلې.
د یادونې وړ ده چې د پرځېدلي جمهوریت چارواکو د خپلو سیاسي او تبلیغاتي اهدافو لپاره ملي شتمنۍ، ښوونځي، پلونه او نورې عامه شتمنۍ خپله الوزولې. دوی هڅه کول چې د طالبانو د بدنامولو په موخه د خلکو ذهنونه له هغوی څخه واړوي او د هغوی پر وړاندې مخالفت رامنځ ته کړي. په حقیقت کې، دا کړنې یواځې د شومو سیاسي موخو د پوره کولو لپاره وې، چې هدف یې د ملي شتمنیو ضایع کول او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کول وو او د دې ترڅنګ یې په دې کارونه کې موخه خپل فسادونه او خیانتونه له خلکو پټول وو.