Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د تبلیغاتي سوژو لپاره له ملي شتمنیو سره د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو چلند
    تورې څېرې

    د تبلیغاتي سوژو لپاره له ملي شتمنیو سره د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو چلند

    صابر افغانصابر افغان26 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندوکش غږ ته د رسېدلو اسنادو له مخې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د بلخ والي عطامحمد نور، چې د هېواد په شمال کې یې واک خورا پراخ و، د طالبانو په وړاندې د ناسمې ذهنیت جوړونې او تبلیغاتو لپاره په بلخ ولایت کې له دولتي امکاناتو څخه په استفادې ښوونځي الوزولې.

    دا اسناد په داسې حال کې افشاء شوي، چې د عطامحمد نور په شمول له هېواد څخه بهر مېشت سیاسیون او پخواني چارواکي چې د عامه شتمنیو په له منځه وړلو کې یې خورا مهارت درلود، په ځلونو طالبان له عامه شتمنیو سره په دښمنۍ او تخریب تورن کړي او هر ځل یې د مکتبونو، پلونو، پلچکونو او عامه شتمنیو له منځه وړل د دغه غورځنګ کار باله، خو واقعیت بیا دا و چې د عامه شتمنیو له منځه وړل د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو له خوا د ناسمې ذهنیت جوړونې په موخه ترسره کېدل.

    د طالبانو غورځنګ، چې اوس مهال پر ټول هېواد حاکمیت لري او سرپرست حکومت یې ایجاد کړی، د خپل غورځنګ د راټوکولو له لومړیو یې په هېواد کې خائنانو په وړاندې مبارزه را پیل کړې وه، له هماغه لومړیو یې جګړې ولسي رنګ خپل کړی و. کله چې امریکا او متحدینو یې افغانستان اشغال ګړ، د طالبانو تحریک بیا هم د ولسي ښکېلتیا او ملاتړ له امله په ټول هېواد کې وسلواله مبارزه کول.

    د طالبانو جګړې یو سپېڅلی رنګ خپل کړی و، له همدې امله یې د افغان مؤمن او مجاهد ولس له خوا په ټولو سیمو کې پراخ ملاتړ کېده، همدې ملاتړ امریکا، ناټو او کابل اداره د جګړې په ډګر کې ننګولي وو، چې له امله یې بالاخره شل کلن رژیم سقوط شو، مګر د بهرنیو ځواکونو او داخلي اجیرانو یوازینۍ هغه لار چې بقاء یې په کې تر یو حده خوندي کېدل، د طالبانو په اړه ناسمه ذهنیت جوړونه او تبلیغات وو.

    د تبلیغاتو لپاره د پرځېدلي جمهوریت پر مهال له ټولو حربو او ابزارو استفاده کېدل، خو د تبلیغاتي سوژو د برابرولو په هدف د عامه شتمنیو، په ځانګړې توګه د ښوونځیو الوزول یو نه بښونکی جنایت او له افغانستان سره یو نه هېرېدونکی خیانت دی؛ تاریخ به هم د پرځېدلي جمهوریت د تورو څهرو دغسې جنایات په خپلو پاڼو کې ثبت ساتي او له دې خاورې سره د خائنینو په نوم به پیژندل کېږي.

    له ملي شتمنیو سره د تښتېدلو چارواکو نه هېرېدونکي خیانتونه لا هم د ولس په اذهانو کې پاتې دي، هیڅکله به دغه جنایت کارانو ته اجازه ورنه کړي چې بیا ځل د پردیو په مرسته پر هېواد د خپل حاکمیت سیوری وغوړوي او د ملي شتمنیو لوټ، تالان او له منځه وړلو ته زمینه مساعده شي.

    تښتېدلي سیاسیون او چارواکي د خپلو همدې باطلو کړنو له امله منفور شوي؛ اوس چې له هېواد بهر د ځان په ګټه هر څومره مثبت تبلیغات وکړي، کوم ځای نه نیسي او نشي کولای د افغان ولس په زړه کې ځای ونیسي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: کاپیسا کې د ۶۸ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.