سوريه کې د مبارزه کوونکي تحريرالشام غورځنګ مشر ابو محمد الجولاني په خپلو تازه خبرو کې د بشارالاسد رژيم عسکرو او کارمندانو ته ویلي: څوک چې له رژیم څخه د وتلو اعلان وکړي، ځان تسلیم کړي او خپلې وسلې کېږدي، خوندي دی.
ښاغلی جولاني دا خبره داسې مهال کوي چې د سوریې پلازمېنه دمشق د ده په مشرۍ د تحريرالشام ځواکونو تر بشپړې محاصرې لاندې ده او وړاندوينه کېږي چې ډېر ژر د بشارالاسد رژيم نسکور او دمشق تر خپل تصرف لاندې راولي.