سوریه کې د ازادي غوښتونکي غورځنګ (تحریر الشام) مشر ابو محمد الجولاني خپلو ځواکونو ته په خطاب کې ویلي: «ورونو رب ته په سجده پرېوځئ، دمشق ته شکر کوونکي داخل شئ، له خپلو خلکو سره نرم چلند وکړئ او هماغسې شئ لکه څنګه چې «رسول الله صلی الله علیه وسلم» ياد کړي ياست.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي؛ له حکومتي او عامه ځايونو په کلکه ساتنه وکړئ، ځکه چې دا د سوريې د خلکو امانت دی او تاسو يې ساتونکي ياست.
د یادونې وړ ده چې نن سهار د سوریې پلازمېنه دمشق په بشپړ ډول د ازادي غوښتونکو ډلو له خوا سقوط او د پخواني ادارې ټول کارکوونکي وتښتېدل.