د ترانسپورت وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر حمیدالله نعماني په قزاقستان کې د شمال ـ سوېل کورېدور غونډه کې گډون کړی دی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په قزاقستان کې د شمال- سوېل ترانسپورتي کورېدور چې بلاروس- روسیه- قزاقستان- ترکمنستان- افغانستان هېوادونه سره نښلوي، جوړولو په پار رابلل شوې وه.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان ترڅنگ بلاروس، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، هند، پاکستان، ايران، عمان، سوریې او متحده عرب اماراتو هېوادونو د ترانسپورت، اوسپنې پټلۍ، سوداگری، توليدوونکو، صادروونکو او نورو برخو مسوولينو او استازو هم گډون کړی وو.
په دې وروستیو کې د افغانستان او قزاقستان اړیکې خوږې شوې او قزاقي پانگهوالو ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به په بېلابېلو برخو کې پانگونه کوي.