د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له یوې فرانسوۍ رسنۍ سره په مرکه کې، د سیمې د حالاتو او د اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې د احتمال په اړه ویلي: «زه د دې جګړې احتمال ډیر لوړ ګڼم.»
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه د ایران د کمزوري کېدو له امله د دغې جګړې د رامنځته کېدو احتمال لوړ ګڼي؟ په ځواب کې ویلي: «په هر دلیل چې وي د دغې جګړې د رامنځته کېدو احتمال ډېر لوړ دی.»
د یادونې وړ ده چې د ایران پوځي مشران وخت ناوخت پر اسرائیلو د حیرانوونکي او ډېر سخت برید ګواښ کوي، خو چې دا برید کله کوي؟ وخت به یې ځواب کړي.