د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن ورځ يوې غونډې ته په خبرو کې د اسرائيلي رژيم له لوري غزه کې روانه جګړه نسل وژنه بللې، غندلې یې ده او ټينګار یې کړی، چې هېڅکله به د کافر نتنياهو د کړنو پر وړاندې غلی پاتې نشي.

نوموړي د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم د لمانځنې په مراسمو کې ټینګار کړی، چې په غزه، فلسطین، یمن، سوډان او افغانستان کې مسلمانان غمجن شوي، خو دی به یې نا امیدۍ ته پرېنږدي.

ياده دې وي، چې د ترکيې او اسرائيل ترمنځ اړيکې د ترينګلتيا په وروستي حد کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې څو ورځې وړاندې د ترکيې له لوري پرې شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version