موږ هڅه کوو خپل داخلي او بهرني دښمنان وځپو او یوه لويه او پياوړې ترکيه جوړه کړو
د ترکيې د ملي راډيو ټلويزيون د راپور له مخې ولسشمر رجب طيب اردوغان ویلي موږ د ټولو داخلي او بهرني دښمنانو سره مقابله د “لویې او پیاوړې ترکیې” د ارمان لوړولو لپاره کوو.
راپور زياتوي چې اردوغان همداراز ویلي: موږ هوډ لرو چې د الله ﷻ په مرسته، د خپل ملت په هوښیارۍ، ملاتړ او د خپل هېواد په سیاسي او پوځي ځواک سره، له دې نوي پړاو څخه خپل جمهوریت لا پیاوړی راوباسو.
اردوغان دا خبرې نن د اکتوبر په ۲۹مه د ترکیې جمهوریت د تاسیس د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
د يادونې وړ ده چې ۱۰۱ کاله وړاندې په همدې ورځ عثماني خلافت د ترکيې د سيکولر پلوي اتاترک په مشرۍ ړنګ او پرځای یې اوسنی جمهوريت واکمن شو.