Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د توهم سیاست؛ پر امریکا د سمیع سادات تکیه ولې له منځه لاړه؟
    لیکني

    د توهم سیاست؛ پر امریکا د سمیع سادات تکیه ولې له منځه لاړه؟

    صابر افغانصابر افغان6 جنوري 2026څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ښایي د افغانستان ډېرو خلکو سمیع سادات هغه وخت پیژندلی وي، کله چې یې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اپرېل په میاشت کې یوه مرکه خپره او وروسته تاریخي وبلل شوه. سادات په دې مرکه کې په ډاډه لهجه وویل چې افغانستان ته د بیرته ستنېدو لپاره بشپړ چمتو دی؛ تر دې چې د ستنېدو لپاره یې مشخص وخت وټاکه او ویې ویل: «له اختر وروسته افغانستان ته راګرځو!»

    سمیع سادات د همدې جملې په ویلو سره هغه لږ باور هم له لاسه ورکړ چې لا یې هم د یو شمېر تښتېدلیو په منځ کې درلود. وروسته نوموړي څو ځله د بېرته ستنېدو خبرې تکرار کړې، خو دا ځل یې د پخوا په څېر د وخت له ټاکلو ډډه وکړه، تر څو بیا د نړۍ په وړاندې رسوا او ونه شرمېږي.

    د ډونالډ ټرمپ ټاکنیزو شعارونو د سادات په څېر کسانو د هیلو په را ژوندي کولو کې مهم رول ولوباوه؛ هغه شعارونه چې نه یوازې یو شمېر امریکایان، بلکې پخپله ټرمپ هم ورباندې باور درلود. همدا لامل و چې سادات او د هغه په څېر کسان افغانستان ته د امریکا پر اوږو د بېرته ستنېدو خوبونه وویني.

    خو د سادات دا خواږه خیالونه ډېر ژر په یوه ترخه واقعیت بدل شول او دوی ځانونه د امریکا د یوې سوځېدلې مهرې په توګه وموندل؛ هغه پخواني لاسپوڅي نور هېڅ ارزښت نه لري. همدا حقیقت و چې نوموړي د نوي زیږدیز کال د مبارکۍ په پیغام کې په ښکاره توګه ومانه او ویې ویل چې د امریکا په ګډون، زموږ همکارو «بادارانو» موږ ته شا کړه.

    په حقیقت کې امریکا په ۲۰۲۵م کال کې سادات او د هغه په څېر نورو کسانو ته نه ده شا کړې، بلکې د جمهوریت د پرځېدو له لومړیو شېبو راهیسې دا څېرې نور د استعمال وړ نه وې او تر وخت، له تېرو غلامانو څخه یې ډېر ارزښت نه درلود؛ خو د دې حقیقت منل د سادات او د هغه د ملګرو لپاره دومره سخت و چې پر روان واقعیت یې سترګې پټې کړې وې او زړونه یې په تشو شعارونو خوشحاله ساتل.

    تر دې وړاندې چې له دې کسانو څخه د امریکا د مخ اړولو په لاملونو وغږېږو، اړینه ده چې د نوي کال په مناسبت د سادات په پیغام کې د ځینو ادعاوو په اړه څو کرښې ولیکو، ترڅو د نوموړي د خبرو حقیقت او تورونه هر چا ته روښانه شي.

    سادات وایي چې تېر ۲۰۲۵م کال د افغانانو لپاره یو وحشتناک کال و. په دې کې شک نشته چې دا کال سخت و، خو پوښتنه دا ده چې د کومو افغانانو لپاره؟ د هغو لپاره چې په خپل هېواد کې ژوند کوي او د خپل نظام تر څنګ د هېواد د آبادۍ لپاره هڅه کوي؟ که د هغو لپاره چې د افغانیت یوازې نوم ور پورې دی، نه یوازې د جمهوریت پر مهال په فساد او هېواد پلورنه کې ښکېل وو، بلکې اوس هم له دې سره سره چې ملت رد کړي، آرام نه دي ناست او د دې خاورې د ځورېدلو ولسونو د امنیت ګډوډولو هڅې کوي؟

    تېر ۲۰۲۵م کال د دوی لپاره وېرونکی و، ځکه په همدې کال کې د افغانستان حکومت د نړۍ د یوه ستر ځواک یعنې روسیې له لوري په رسمیت وپېژندل شو. په همدې کال کې نه یوازې سیاست بلکې د افغانستان اقتصاد هم د پام وړ وده وکړه، همدا پرمختګ د هېواد پلورونکو تښتېدلیو د خفګان لامل شو.

    سادات د افغانستان اوسنی حکومت په وژنو تورنوي؛ داسې تور چې په هېواد کې له روانو واقعیتونو سره د ځمکې او اسمان په اندازه توپیر لري. پوښتنه دا ده چې سادات کومې وژنې یادوي؟ ولې په ۲۰۲۵م کال کې د دې ادعا په اړه یو مستند راپور هم نه دی خپور شوی؟

    هو! په تېر ۲۰۲۵م کال کې نه یوازې یو ناحقه قتل نه دی شوی، بلکې د سرتاسري امنیت ټینګښت د ګڼو جرمونو او وژنو مخه نیولې ده. ایا موږ دا هېر کړي چې د همدې پلاستیکي جنرالانو د واکمنۍ پر مهال زموږ ځوانان، تر لسو زرو افغانیو د ارزانه موبایل لپاره په مرمیو ویشتل کېدل؟

    دا چې سادات د افغانستان د شتمنیو د لوټ یادونه کوي، باید ترې وپوښتل شي، چې که د کانونو او طبیعي زېرمو عواید د دې ولس بیت‌ المال ته نه ورځي، نو له کوم بهرني خیرات پرته د دولت کلنۍ بودیجه، له کومې سرچینې برابریږي؟

    حال دا چې د همدوی د واکمنۍ پر مهال، سره له دې چې د بادارانو له لوري یې په میلیاردونو ډالر هېواد ته راتلل، نه یوازې د افغانستان لپاره ونه لګېدل، بلکې د هېواد کانونه او شتمنۍ د همدې کسانو د شخصي جیبونو د ډکولو وسیله وګرځېدل.

    د کډوالو په اړه نړۍ ولیدل چې اوسني حکومت، سره له ټولو ستونزو، دا لوی ناورین په ډیر ښه شکل کنټرول کړ او ننګونې یې په فرصتونو بدلې کړې. د نړیوال بانګ په راپورونو کې هم د کډوالو بېرته ستنېدل او د هغوی له مهارتونو ګټه اخیستل د افغانستان د اقتصادي ودې له اصلي عواملو څخه بلل شوي دي. خو د سادات دا ادعا چې ګواکې حکومت یو شمېر کډوال وژلي، یوازې یوه بې بنسټه او خندوونکې خبره ده، ځکه هیڅ عقل هم دا ډول خبرې نه مني.

    د سادات په څېر کسانو باندې د امریکا د بیا باور نه کولو لامل ټولو ته روښانه دی؛ ځکه دې کسانو سره له دې چې څلور کاله یې شپه او ورځ په ټولنیزو رسنیو کې له شور څخه ډک تبلیغات کول او افغانستان ته یې د ستنېدو شعارونه ورکول، په عملي ډګر کې د خپلو شعارونو د پلي کېدو په خوا هم ونغلل، عملي کول خو یې لویه خبره ده.

    پر دې سربېره داخلي اختلافات، د همغږۍ نه شتون او د افغانستان د اوسني حکومت په وړاندې د یوې منسجمې او واحدې جبهې د رامنځته کولو ناتوانۍ، امریکا، د سیمې او نړۍ نور زبرځواکونه دې پایلې ته ورسول چې د دې زړو او تر وخت تېرو غلامانو په وړاندې یوازینۍ تر ټولو مناسبه لار دا ده چې لاس ترې واخلي او د خپلو نه‌ ختمېدونکو وهمونو په نړۍ کې یې یوازې پرېږدي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد وینزویلا تښتول شوی ولسمشر، نیکولاس مادورو: بې‌ګناه یم او لا هم د خپل هېواد ولسمشر یم
    راتلونکي مقاله د سویس حکومت د نیکولاس مادورو شتمنۍ کنګل کړې

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د پاکستاني پوځ تبلیغاتي دریځ او د افغانستان په اړه د واقعیت تحریف

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 7 جنوري 2026

    د سوریې قسد نیمه پوځي وسله‌واله ډله: له حلب ښار څخه خپل بشپړ شاتګ اعلانوو

    د مظلوم عبدي په مشرۍ د سوریې قسد ملېشو په یوه خپره کړې اعلامیه کې…

    د سوریې حکومتي ځواکونو حلب کې د قسد ملېشو پر وړاندې عملیات پیل کړل

    7 جنوري 2026

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تېر کال تر ۸۲ زره زیات کاري جوازونه وېشل شوي

    7 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې قسد نیمه پوځي وسله‌واله ډله: له حلب ښار څخه خپل بشپړ شاتګ اعلانوو

    7 جنوري 2026

    د سوریې حکومتي ځواکونو حلب کې د قسد ملېشو پر وړاندې عملیات پیل کړل

    7 جنوري 2026

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تېر کال تر ۸۲ زره زیات کاري جوازونه وېشل شوي

    7 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،049 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.