رغوان وطنیارد ١٣٥٨ کال د کب درېمه که د تکبیر شپه؛ د کب درېیمه د الله اکبر په نوم هم مشهوره ده په دې شپه د کابل خلک د کمونیستي استبداد او اختناق پر ضد ودرېدل او د تکبیر شور او شرنګ کې یې د امین د حکومت پر تابوت وروستی میخ ور ټک واهه.د کب درېیمه د امین د کمونستي رژیم د نسکورېدو ورځ ده.کله چې د کمونیزم اختناق اوج ته ورسید، دې رژیم د خلکو له وژلو، ربړولو او زنداني کولو پرته څه نه لرل، کمونستي د افغانانو د وژلو د فابریکې بڼه خپله کړې وه، دا رژیم په ملت او وطن باندې بار و، نور ورته د پایتخت د صبر جام لبریز شو، کابل وخوزیده او د کابل له غیږې د خلکو تړلي احساساتو انفجار وکړ، دغه انفجار د تکبیر په ازانګو پیل شو، او د استکبار و استبداد ماڼۍ یې نسکورې کړې، کابلیان په دې شپه خپلو بامونو ته پورته شول او د تکبیر ملکوتي نارې یې پیل کړې، ددې نعارو اغیز کې دومره زور پروت و چې د ارګ او دفاع وزارت طیارو د بمونو او ډزو په غږونو خاموش نشو کړای.دا نارې سره غاړه غړۍ شوې، د خلکو په جذبو کې یې د فداکارۍ او ایثار تخم وکاره چې دا غږونه یوازې غږونه پاتې نشول بلکې له بامونو یې خلک لارو او کوڅو ته راکوز کړل، یو لاس او یو موټی یې کړل د زلزلو او توپانونو په څېر یې قهر او غضب را والوت، نور نو د خلکو د احساساتو د سونامي په وړاندې چا کې د دوی په وړاندې د درېدو توان نه و، ددې سمندري توپان تلاطم د کمونستي رژیم خام دیوالونه داسې تس نس کړل چې ددې رژیم د رهبرانو قبرونه لا ورک دي.د کابل د خلکو قیام داسې وخت وشو چې د کمونستي رژیم له کودتاه شل میاشتې اوښتې وې او د سره کمون د تجاوز دوی میاشتې کېدې.دغه له ولولو ډک قیام یو شعار درلوده هغه دا چې (الله جل جلاله ډېر ستر دی) د خدای په توکل په خالي لاس زرګونه کابلیان واټونو ته را ووتل، د دغې درنې څپې ريښه د ١٣٥٧ کال د حوت په ٢٤مه د هرات د خلکو د تکبیر ملکوتي غږ څخه د الهام ريښه را اخیستې وه، د توپ، ټانګ او طیارو ځواک ته دوی یوه وسله لرله چې هغه همدا د الله اکبر(الله جل جلاله ډېر ستر دی) وسله وه او بس. د کب په دریمه د همدې ملکوتي په توپاني غږ د کابل خلک په روسانو ورغلل، له کوټه سنګي او سوخته پله چې واوښتل له دوو ودانیو په خلکو ډزې پېل شوې، د ډزو غبرګون خلک خاموشه نکړل بلکې لا یې سره یو کړل د چنداول له غرونو، د افشار له لارو او کوڅو او د تلویزیون له تپې د خلکو سیلابونه راووتل، د پولیسو حوزې یې ونیوې د چنداول امنیتي پوستې او په خوشحال خان مېنه کې د حفیظ الله کور خلکو په تشو لاسونو او ډکو ایماني جذبو ونیول.تېر کال د حاجي خان علي په نوم یو شخص ازادۍ رادیو سره خپله خاطره داسې پېل کړه :ما د چنداول په سیمه کې یوه هټۍ لرله ددې مقدس قیام په ورځ ددې کاروان برخه وم او ما په يوازې ځان نهه تنه شهیدان ددشت برچي سیمه کې خاورو ته وسپارل.که د خلکو د قربانۍ برکت نه وای نو کمونستانو به زموږ په غرور، خاورې او عقیدې هغه نادودې کړې وې چې خلکو به یې له روسانو تمه نه لرله.