عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو له خوا د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په کندهار، کندز، جوزجان، غور، خوست او پنجشیر ولایتونو کې (۲۰۳۷۶) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
د یاد وزارت په وینا؛ د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په کندهار ولایت کې موقعیت لري چې (۹۶۱۰) جریبه ځمکه په کې شامله ده.