Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د تېر خلاف د عاشورا مراسم سږ کال ولې ډاډمن او منظم وو؟!
    افغانستان

    د تېر خلاف د عاشورا مراسم سږ کال ولې ډاډمن او منظم وو؟!

    صابر افغانصابر افغان17 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې نن د عاشورا مراسم رسماً پای ته ورسېدل؛ دا مراسم چې د محرم میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شوي وو، د همدې میاشتې په لسمه پای ته ورسېدل.

    په افغانستان کې سږ کال د نورو کلونو په پرتله دا مراسم په ډاډمنه فضا کې په منظم ډول ترسره شول؛ په تېرو لسو ورځو کې د دغو مراسمو پر مهال په کابل او نورو ولایتونو کې هېڅ داسې کومه لویه امنیتي پېښه ونه شوه چې دا مراسم دې ګډ وډ او یا هم د تېر په څېر دې لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کښېنوي.

    د تېرې جمهوري دورې پر مهال دا مراسم تل له خونړیو بریدونو او چاودنو سره مل وو او هر ځل به د هېواد په ګوټ ګوټ کې پکې لسګونو او ان سلګونو هزاره او شیعه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښته، خو په هېواد کې د نوي اسلامي حکومت له راتګ راهیسې دې چارې ته هم د نورو هغو په څېر پاملرنه ډېره شوې او دا مراسم هر کال په ډاډمنه فضا کې زموږ د شیعه او هزاره هېوادوالو له خوا لمانځل کېږي.

    سږ کال هم د دغو مراسمو د خوندیتوب په موخه د هېواد په لویو ښارونو او ځانګړې توګه هغو ځایونو کې چې دغه مراسم پکې ډېر لمانځل کېږي، زرګونه امنیتي ځواکونه (ملي پولیس، ملي اردو او دغه راز د استخباراتو لوی ریاست منسوبین) ګومارل شوي وو، چې له کبله یې زموږ هزاره او شیعه هېوادوالو دا مراسم په پوره ډاډمنه فضا کې له کومې امنیتي پېښې پرته او په خورا منظم ډول ولماځل.

    تر افغانستان ور هاخوا په ایران، عراق، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم هر کال دغه مراسم لمانځل کېږي، خو دا مراسم د یو شمېر استخباراتي او نورو فتنه ګرو ډلو له خوا تر خونړیو بریدونو لاندې نیول کېږي.

    په افغانستان کې هم په تېر کې ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو او په ځانګړې توګه داعش فتنه ګرې ډلې د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ دا ډول مراسم تر خپل هدف لاندې راوستل او لسګونه او ان سلګونه بې ګناه ماشومان، ښځې، بوډاګان او زموږ شیعه هېوادوالو ته یې پکې مرګ ژوبله اړوله، خو دغو کړیو او ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت پرېکنده اقداماتو دا کړۍ له پښو غورځولي او د دې توان یې ترې اخیستی چې دا ډول جنایتونه دې وکړي، ‎ښه بېلګه یې هم سږني د عاشورا ورځو مراسم وو.

    دا مراسم د هېواد د امنیتي ځواکونو او شیعه عزادارانو د مسوولینو ترمنځ په پوره همغږۍ تنظیم شول، نه پکې کومه پېښه وشوه، نه پکې کوم سرک بند شو، نه پکې لاریون وشو، نه پکې چور وشو او نه هم چا ترې ناوړه ګټه پورته کړای شوه، بلکې شیعه عزادارانو خپل مراسم په خپلو مشخصو ځایونو کې پر خپل وخت ترسره کړل؛ امنیتي ځواکونو د دې مراسمو امنیت ټینګ کړ او نورو هېوادوالو هم تر خپلې وسې ورسره همکاري وکړه؛ دا د واحد افغانستان او واحد ملت تر ټولو لویه بارزه نښه ده.

    که څه هم په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر کړیو او استخباراتي ادارو هڅه وکړه چې دا مراسم ګډ وډ کړي او په یوه او بل نوم یې د خپلو فتنو ښکار کړي، خو د سالم مدیریت، ټينګ امنیت او د ولس د همکارۍ له کبله دوی له ټولو هڅو سره سره، ناکام شول.

    په تېرو څو ورځو کې امنیتي ادارو د راپورونو له مخې، هغه یو شمېر ګروپونه او ډلې هم ونیول شوې چې په یوه او بل نامه یې د دغو مراسمو د ګډوډۍ هڅه کوله، چا پرې بریدونه تنظیمول، چا یې بیرغونه ښکته او په دې ډول یې حکومت نوم بدی کاوه او چا یو څه او چا بل څه کول، خو د دوی دا پلانونه ډېر ژر شنډ او بې ګټې شول.

    له بلې خوا دا مراسم نړۍ ته هم ښکاره پیغام لري؛ هغه دا چې افغانستان اوس په بشپړه توګه امن دی، افغانستان اوس خپل واکدار لري، د افغانستان ملت واحد او یو موټی دی او خلک یې په هر ډول حالتونو کې د یو او بل ترڅنګ ولاړ دي، دین یې یو او فرهنګ یې ګډ دی.

    نوی حکومت د ټولنې له بطنه او متنه راټوکېدلی، د هر چا سر یې خوندي کړی او د هر چا حق یې ډاډمن کړی دی، نور نو هېڅ داسې بهانه نشته چې نړۍ او په ځانګړې توګه غرب دې د افغانستان د اوسني جوړښت، حکومتولۍ او ملت ته خپل فرمایشونه وړاندې کړي، یا دې یې په یوه او بل نامه تورن کړي، یا دې پرې بندیز ولګوي او یا دې هم د ملت او دولت ترمنځ واټن ته لمن ووهي.

    نړۍ او په ځانګړې توګه غرب دې د افغانستان اوسني واقعیتونه په خلاصو سترګو وویني او د نویو واقعیتونو له مخې دې تعامل ته راوړاندې شي.

    مخکینۍ مقالهد عاشورا ورځې، ډاډمن امنیت او د شر و فساد ډلې ناهیلۍ
    راتلونکي مقاله پر ډونالډ ټرمپ د اسلامي هېوادونو د حکامو ویر او غلې یونما!

    مربوطه لیکنې

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025

    تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    21 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2025

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ګیلان ولایت په…

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    21 جولای 2025

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.