Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د تېر پرځېدلي جمهوريت د اوقافو وزیر؛ طالب ویاند که امریکايي او مصري جاسوس؟
    تورې څېرې

    د تېر پرځېدلي جمهوريت د اوقافو وزیر؛ طالب ویاند که امریکايي او مصري جاسوس؟

    صابر افغانصابر افغان10 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    میر افغان د عبدالحلیم زوی د عمر لمسی چې اصلاً د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ پنج پای اړوند دیګانو د کلي اوسېدونکی دی، د مصر الازهر پوهنتون څخه فارغ او بیا يې ځان ته په خپله د محمد قاسم نوم غوره کړی، د پلرني نسب په خاطر یې حلیمي وروستاړی هم ور اضافه کړ او بیا د محمد قاسم حلیمي په نوم مشهور شو. دلته د میر افغان/قاسم حلیمي نا ویلي حقائق واورئ او د ټولو څرګندونو خلاف یې اصل څهره وپېژنئ.

    له مصر تر افغانستانه:
    حلیمي د مصر له الازهر جامعې فارغ شو، له فراغت وروسته یې د تېر اسلامي امارت په دوره کې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو په برخه کې کار وکړ او بیا په مزار شریف کې د استازي په توګه وټاکل شو.

    خو د امریکايي یرغل له راتګ سره، حلیمي د اسلامي امارت له څنګ څخه ګوښه او نور په دې لټه کې شو چې څنګه او ژر ممکنه ده، تر څو خپله څهره بدله کړي. هغه و چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورسېد او د اسلامي امارت د مهمو رازونو په افشا کولو کې یې برخه واخیسته.

    د ملي امنیت په دام کې:
    هغه مهال چې افغانستان تازه د امریکايي اشغالګرو په پنجو کې ګیر او د کابل بلواکې ادارې په نامه سمبولیک تشکیلاتي جوړښت د تظاهر په حال کې و. ملي امنیت ادارې (پنجشیریانو) هغه اجازه لیک وموند چې د احمدشاه مسعود قاتلینو/وژونکو ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی و. په دې سند کې د حلیمي لاسلیک موجود و. که څه هم په دې برید هغه رښتيا هیڅ اګاهي نه درلوده او نه هم وزارت په دې راز خبر و؛ خو ملي امنیت هغه د بګرام زندان ته ولېږداوه.

    په بګرام کې ځانګړی ژوند:
    په بګرام زندان کې حلیمي د یوه ځانګړي بندیوان تر پوښ او نامه لاندې ژوند کاوه. هغه د امریکایانو لپاره د بندیانو خبرې ژباړلې او د هغوی په تحقیقاتو کې یې مرسته کوله، د “فایز الکندري” په نوم یوه کویټي مجاهد ویلي چې حلیمي له امریکایانو سره دومره نږدې و، چې داسې پوښتنې یې کولې لکه د مصر استخباراتو چې له بندیانو کولې.

    د جاسوسۍ تورونه:
    د هغه په اړه داسې هم ویل کېږي چې نوموړي د مصر د استخباراتو لپاره کار کاوه. ځینو مصري مجاهدینو ویلي چې هغه د مصر د بهرنیو چارو وزیر عمرو موسی سره نږدې اړیکې لرلې او د هغوی لپاره یې معلومات راټولول.

    د ځان سپینولو هڅې:
    کله چی له بګرام زندان څخه راخلاص شو، په پیښور کې له عبدالرحمن زاهد سره څه وخت و، زاهد د اسلامي امارت پر مهال د بهرنیو چارو وزارت معین او د حلیمی وطندار و. کله چې یې ځان ته مناسب ځای پیدا نه کړ، بېرته افغانستان ته راستون شو، هماغه و چی نور دی هم په ځان پوه شو چې هلته یې کار پر مخ نه ځي. یعنې اساساً حلیمی پېښور ته د جاسوس په توګه تللی و، نه د طالب او مجاهد په حیث. حلیمي چې کله له پېښوره کابل ته راغی د ده خُسر چې یو تکړه او پیژندل شوی مجاهد دی اوښکې یې تویولې او ژړل به یې چې دا سړی خو مرتد شوی او زما د لور برخلیک به څه وي.

    هغه د ټویټر په یوه سپیس کې ځان د امریکایي اشغال پر خلاف د اسلامي امارت د جهادي مبارزې لومړی ویاند معرفي کړ، حال دا چې دا د مولوي قدرت الله جمال کوم چې اوس تازه د اطلاعاتو او فرهنګ معین ټاکل شوی دنده وه او د حامد اغا په نامه یې مخ‌ته وړله.

    یو تور تاریخ:
    د حلیمي کیسه د هغه د منافقت او بدلونونو یوه بېلګه ده. هره هڅه یې یواځې د ماضي د پټولو لپاره ده، خو حقیقتونه په تاریخ کې ورک کېدلای نه شي. د جاسوسۍ تورونه، د امریکایانو نږدې اړیکې او د ځان سپینولو ناکامې هڅې هغه ته د داسې یوې څهرې بڼه ورکوي چې تل به د منافقت او رذالت په دې ټولۍ کې پاتې وي.

    مخکینۍ مقالهنیویارک ټایمز: د ګرینلنډ خلک له امریکا سره یوځای کېدل نه‌ غواړي؛ دوی وایي د امریکا نظام غیر عادلانه دی
    راتلونکي مقاله له مقاومت جبهې څخه د امرالله صالح جلا کېدل

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.