له نن څخه نږدې ۳۳ کاله وړاندې یعنې د ۱۳۷۱ل کال د ثور پر اتمه، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړه برخمن حکومت وروستۍ ستنې هم ونړېدې او په دې سره په دغه هېواد کې د کمونیزم د ظالمې او خونخوارې دورې وروستۍ مراندې هم وشلېدې او دا د افغانستان لپاره د یوې بلې دورې د پیل ورځ وه. په دې ورځ په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي رژیم ونړېد او مجاهدینو له ۱۴ کاله سختیو، له ننګونو ډکو مبارزو او قربانیو وروسته بریا ترلاسه کړه.
په دې څوارلسو کلونو کې د سرو لښکرو ترڅنګ، د دوی پلویانو او د کابل پر تخت کېنول شویو واکمنانو پر افغانانو چپه مېچنې وچلولې، په لسګونه زره بې ګناه افغانان یې شهیدان، میلیونونه نور یې له وطنه کډې کولو ته اړ کړل، په لسګونه او آن سلګونه زره نور افغانان یې سخت ټپیان او د تل لپاره معیوب کړل. دوی په دې دوره کې له خپلو مخالفینو او هغو مبارزینو سره چې د افغانستان د دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې، د هېواد د استقلال او آزادۍ لپاره یې د دوی پر ضد توره را پورته کړې وه، هغه ډول ظلمونه او ناتارونه وکړل، چې ښايي د بشریت په تاریخ کې یې ساری کم وي.
دوی دا هر څه په افغانستان کې د ارزښتونو د بدلولو، د دوی د عقیدې او ارادې د بدلولو، له دوی څخه د آزادۍ او استقلال د انګېزې اخیستلو او په ټوله کې پر افغانستان د پردیو د واک او راج چلولو لپاره وکړل. د هغه وخت زبرځواکو سرو لښکرو او په افغانستان کې د دوی پلویانو او لاسپوڅو فکر کاوه، چې په دا ډول ظلمونو او قساوتونو سره به د افغانستان د خلکو اراده بدله کړي او دا هېواد به د تل لپاره د خپلو ګټو لپاره د کارولو مرکز وګرځوي، له همدې کبله یې دلته د پښې ټینګېدو او د دوی پر ضد د هر راپورته کېدونکي حرکت پر وړاندې ډېر چټک او له وحشته ډک ګام اخیست، خو د دوی دې ټولو ظلمونو او وحشتونو د افغانانو اراده کمزورې او سسته نه کړای شوه، بلکې ورځ تر بلې لا پسې پیاوړې کېده.
د حق او باطل دې سختې او نا انډولې مبارزې څوارلس کاله له افغانانو ډېرې قربانۍ واخیستې، د ډېرو سرونه پکې نذرانه شول او د ډېرو هډونه پکې خاورې شول، خو بالاخره میدان د تل په څېر حق وګاټه او دوی له ټولو امکاناتو او دبدبې سره، سره شرمېدلې ماته وخوړل، سلګونه زره لښکر یې داسې ټوټه شو لکه د مېږیانو لښکر. مجاهدینو د شوري پلوه حکومت د ځواکونو له ماتولو او تسلیمۍ وروسته، وکولی شوای چې پر کابل او ټول افغانستان کې خپله ولکه ټینګه کړي.
خو له بده مرغه چې دا ستر او تاریخي فرصت او د سترو او اوږدو مبارزو او قربانیو زرین چانس په ډېرې اسانۍ او بې باکۍ له لاسه ووت، دا ورځ که له یوې خوا د افغانانو لپاره د آزادۍ، خپلواکۍ او بریا ورځ وه، خو له بده مرغه د یوې خونړۍ او بې رحمه کورنۍ جګړې د پیل ورځ هم وه. مجاهدینو ونه شو کولی چې د دې سترې او عظیمې ورځې عظمت وساتي او په هېواد کې داسې یو مقتدر او مرکزي واحد نظام رامنځ ته کړي چې د خلکو تېرې اوږدې غمیزې او ټپونه درمان کړي. دوی سملاسي د واک پر سر شخړه پیل کړه او دا دومره له تباهۍ او وحشت ډکه جګړه وه، چې د خلکو له ذهنونو یې د کمونیستي حکومتونو جنایتونه هم هېر کړل.
د افغانستان تېر تاریخ ته په کتو، افغانانو ډېرې داسې کمې ورځې درلودلې دي چې په هغه کې یې دښمن مات کړی او د سترو مبارزو او قربانیو په بیه لاسته راوړې دا ډول بریاوې یې ژر له لاسه وتلي دي. د ثور اتمه هم د افغانانو، هم د پردي پالو نظامونو او اشخاصو او همدا راز یرغلګرو ځواکونو لپاره ستر عبرتونه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.