Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د جاسوسۍ پر بنسټ له ایران سره د شر او فساد د عاملینو خواخوږي
    لیکني

    د جاسوسۍ پر بنسټ له ایران سره د شر او فساد د عاملینو خواخوږي

    صابر افغانصابر افغان2 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول؛ د شر او فساد مهم غړي او د جمعیت ګوند د جلاء شوي برخې مشر عطا محمد نور له ایران سره د نږدې جاسوسي اړیکو پر بنسټ دغه هېواد ته تسلیت ویلی دی، غمرازي یې څرګنده کړې ده او د نوموړي وژل کېدل یې د اسلامي نړۍ لپاره بې جبرانه ضایعه ګڼلې ده. دا غمرازي په ایران کې د عطا محمد نور د شخصي شتمنیو د خوندیتوب او د بغاوت لپاره د دغه هېواد د ملاتړ جلبولو په هدف شوې ده.

    د سلیماني په مړینه خفه کېدل د شر او فساد د لارویانو لپاره، له بهرنیو ایراني استخباراتو “سپاه پاسداران القدس” سره د نږدې اړیکو ساتلو په موخه مهم دي، په ځانګړې توګه د شر او فساد د هغه عاملینو لپاره چې د سړې جګړې له وخته نیولې، بیا د طالبانو تر لومړنۍ واکمنۍ، پرځېدلي جمهوریت او اوس بیا د سرپرست حکومت په واکمنۍ کې د ایران د بهرنیو استخباراتو له ملاتړه برخمن وو/ دي.

    دا چې د ایران د انقلابي ګارډ په چوکاټ کې د بهرنیو عملیاتو، له هېواده بهر د ایران د نفوذ زیاتولو، په بهر کې له ایران څخه د دفاع او نیابتي جګړه مارو ډلو د مدیریت لپاره د “سپاه پاسداران القدس” په نوم ځانګړې استخباراتي څانګه لري؛ د همدې څانګې د مشر په توګه قاسم سلیماني د ایران د بهرنۍ پالیسۍ او نیابتي ډلو د مدیریت په برخه کې کار کاوه. شر او فساد هم تمه لري چې د نیابتي ډلې په توګه به د دغه استخباراتي څانګې لا زیات ملاتړ ترلاسه کړي او افغانستان به د داخلي جګړو یو بل ګړنګ ته ور ټېل وهي.

    دا چې د شر او فساد عاملین ولې د نوموړي په اړه له ایران سره خواخوږي کوي، یو علت یې په تېر کې له طالبانو سره د ایران کاواکه اړیکې او په افغانستان کې د سپاه پاسداران ستراتيژیکې موخې دي. قاسم سلیماني په نويمو کلونو کې، د ایران په کرمان ولايت کې له افغانستان سره پر ګډه پوله د سرحدي ځواکونو مشري کول، داسې ويل کېده، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۱۹۹۷مو کلونو) پر مهال، له ایران سره د سرحدي تاوتریخوالي له رامنځته کېدو سره قاسم سلیماني په بوسنيا کې عرب جنګياليو ته روزنه ورکړې وه او غوښتل یې د ایران – افغانستان پولې ته یې ولېږي.

    قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ میلادي کال، د جنوري میاشتې په لومړیو ورځو کې د امریکا لخوا په یو هوایي برید کې ووژل شو. خو د ایرانیانو لپاره دغه اتل اوس د شر او فساد د لارویانو لخوا هم اتل ګڼل کېږي او په مرګ یې د خفګان اوښکې بهوي؛ هغه جنایتکار جنرال چې په افغانستان کې د ایران د نفوذ مأموریت ورته سپارل شوی و او د همدې موخې لپاره یې کلونه کار وکړ، بیا یې افغان شیعه ګان په منځني ختیځ کې د فاطمیون په عنوان له سنیانو سره وجنګول؛ خو سلیماني د شر او فساد عاملینو ته ارزښت لري او یواځې له ایران سره د خپلو نیابتي پروژو د دوام په هدف غمرازي څرګندوي.

    د عطا محمد نور یادې غمرازۍ ته بیا د ټولنیزو رسنیو فعالانو سخت غبرګونونه ښودلي دي، دوی په خپلو تبصرو کې عطا محمد نور د پردیو جاسوس ګڼلی دی او د هغه دا کړنه یې غندلې ده. مبصرینو همدا راز ویلي چې نوموړی د پکتیکا پر ویر چوپه خوله، خو د قاسم سلیماني په وژنه بیا خفه دی. ځینو فعالانو اضافه کړې، چې عطا محمد نور په دغه ډول څرګندونو د فاطمیون تائید کوي او په منځني ختیځ کې د هغوی په ټولو نیابتي جګړو خوښ دی.

    د شر او فساد تر عنوان لاندې دغه جاسوسان هیڅ راز هېودانیو ګټو ته ژمنتیا نه لري، بلکې تر هر څه لومړی هغه هېوادونه او استخباراتي ادارې ارزښت ورته لري، چې لسیزې یې د دوی هر اړخیز ملاتړ کړی دی او دوی په پراخه سینه او خلاصه ټنډه د افغانستان د فکري او فرهنګي اشغال تر څنګ، په افغانانو د فاطمیون او نورو نیابتي ډلو اکمال ته هم غاړه ایښې وه.

    د شر او فساد همدا عاملین د سلیماني د وژل کېدو پر مهال، د فاتحې لپاره د امکان تر کچې ایران ته تللي وو او ډېریو بیا په افغانستان کې د ایران سفارت او قونسلګریو ته د تعزیت لپاره تشریف ور وړی و او په خورا عاجزي یې ځان د نوموړي په غم کې له ایران سره شریک باله. دوی هیڅ تغیر نده کړی، همېش به د ایران ګټو ته ژمن وي او د پردیو ګټو د تأمین لپاره به بې چاره افغانان جنګوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامریکا کې د ډزو په پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي
    راتلونکي مقاله پاکستان او هند د بنديانو نوملړ تبادله کړی دی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر…

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.