د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ملا بخت الرحمن شرافت افغانستان لپاره د جاپان له شارژدافیر میکیو ایزاوا سره په کتنه کې، د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي.
له یاد وزارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ښاغلي شرافت په دغه کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د همکاریو ستاینه کړې او د دوام تر څنګ یې پر پراختیا ټېنګار کړی دی.
بل خوا د جاپان شارژدافیر د روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خوښي څرګنده او دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.