Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د جمهوريت ترخه تجربه.
    لیکني

    د جمهوريت ترخه تجربه.

    صابر افغانصابر افغان9 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    هره عقيده او مفکوره چې سياسي واک و نه لري، د نړۍ د انسانانو ترمنځ رسوخ نه شي کولای، چې د هغې له جملې څخه ډېموکراسي هم ده، چې جمهوريت يې د تنفيذولو لپاره د تورې حيثيت لري.

    که په يو مملکت کې ډيموکراسي تنفيذ او واک جمهوري شي، ټول هغه اهداف چې غرب یې غواړي، هغه که سيکولرېزم يا مطلقه آزادي ده، که د لنډغرو او بې غیرته حاکمانو مسلطول دي، که د پارلمان اېجادول دي، که د ميډيا بې بنده باره آزادي ده، که د کلیساوو مشروعيت دی، که د اسلام دښمنه پوځ رامنځته کول دي، که د غرب ملګري په واک کې ساتل دي، که د ليکوالانو او مفکرینو خريداري ده، که د ديني او معنوي ارزښتونو له منځه وړل دي، که د هېواد په ښارونو کې د شرابخانو او فحشاوو د اډو جوړول دي، که د ځوانانو په فېشن، لوبو او د پردیو په تقليد مصروفول دي، که منحرفو فرقو او نظرياتو ته آزادي ورکول دي، که بې شريعته اسلام رامنځته کول دي، که د تعليم لا دينه کول دي، که د تعليمي ماحول غربي کول دي، که نشنلیزم او وطنيت رايجول دي، که د ميډيا له لارې د فکرونو تسخیرول دي، که… که… که… لنډه دا ټول هغه اهداف چې غرب یې غواړي، د هغې د لاسته راوړلو لپاره، جمهوريت د لارې او پُل حيثيت لري.

    بناءً په افغانستان کې د جمهوریت ترخه تجربه خپله جمهوریتیان ښه درک کولای شي، په تېره اداره کې د فراه، نیمروز او ارزګان د استخباراتو رئیس جنرال صمد شمس الدین یو غږیز کلیپ مې واورېده، چې نوموړی په خپلو خبرو کې وایي: مونږ شل کاله ډېره فاسده او خونخواره رهبري درلوده، چې هغه د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې ټیم وو، چې ډېر فاسد او مفسد وو، غله، رشوت خواره او شراب خواره وو، چرسیان او بنګیان وو، لوچک او لوفر وو.

    او وایي: زه په افغانستان کې نور د هېڅ جنګ ملاتړی نه یم، او نه دې کار ته څوک هڅوم؛ زه د اسلامي امارت سره د مسلحانه حرکت مخالف یمه.

    اشرف غني د دنیا جعلي متفکر وو، دی او ټیم یې د جامعې او نړۍ تر ټولو پست انسانان وو، دوی حاکمان شول، هغوی د افغانستان له خلکو سره څه وکړل؟ بناءً د اسلامي امارت په وړاندې هر ډول نظامي حرکت ناروا دی، نور د افغانستان د خلکو د وینې تویېدو هېڅ مشروع لار نشته او نه به وي.

    جمهوريت د غرب په لاس کې داسې يوه توره ده، چې ټول اسلامي مملکتونه يې پرې غوڅ، غوڅ کړل، اسلامي بنيادونه يې پرې ونړول، مسلمان يې د مسلمان دښمن وګرځاوه، مسلمانان یې په خپلو خاورو او وطنونو کې، يو د بل په خوړلو سره مصروفه کړل او دوی په آرامه فضا کې د مسلمانانو د مړو، يتيمانو او کونډو رنډو سرشمېرنه کوي. او بس.

    ماخذونه:

    ۱- د يرغل پر وړاندې- مولوي عبدالهادي مجاهد.

    ۲- د افغانستان اساسي حقوق- ډاکټر عبدالعلي محمدي

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!

    مربوطه لیکنې

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    16 دسمبر 2025

    آیا د مخالفینو د ائتلاف غوښتنې شخصي دي که ملي؟

    16 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو د متزلزلو ائتلافونو چټک زوال

    14 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.