لیکوال: اېمل پښتون
په ۲۰۰۱ – ۲۰۰۲ کلونو کې طالبان لا له ارغندۍ چوک نه وو اوښتي، چې دوی د فاشیزم چغې پېل کړې وې.بېچاره ګان د قومي روایت پرته بل روایت نه لري، نو مجبور دي چې خپله مبارزه له قومیت څخه شروع کړي، له یو مخې ټول جبهات د قوميت په اساس پیل مومي، حتی په قوميت کې قوميت کوي، کله د قوم په اساس غوغا جوړه کړي، کله د سمتونو، کله د ولایتونو، کله هم د ولسوالیو او درو په اساس په خپلو کې سره وخوري، نور روایتونه چې واقعي انځور ترسیموي، د دوی په مزاج برابر نه دي، اسلامي روایت خو له دوی سره نه ښايي، دوی مجبور دي چې د قومي تعصباتو ډول وډنګوي.
که قومي تعصب ته مخه کړي بیا پښتون قوم او پښتانه په نښه کوي، تر داسې حده چې ته و انګېرې، چې د دوی ستونزه صرف له پښتون قوم سره ده، تاسو وګورئ! همدا دوی د یوې قوي ستراتیژۍ له مخې هره موضوع پښتون قوم پورې تړي، چې د دغه تعصبي فکر د ترویج لپاره یې انترنشنل په پراخ فعالیت لاس پورې کړی دی، دوی په شننو، تبصرو او بحثونو کې هیڅ وخت پښتون قوم له اسلامي امارت نه جلا نه بولي، که چېرته یو پښتون په امریکا کې هم اوسې داسې بحث ورسره کوي لکه: د شته حکومت استازی چې وي!!!دومره متوهم دي، چې د ډیورند کرښه د نړېوال قانون په اساس فیصله شوې قضیه بولي، خو د افغانستان بدلول غواړي.
هغه افراد او اشخاص، چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د قومي کارت او سهم پر بنسټ د لوړو موقفونو خاوندان و، همغوی اوس هڅه کوي، چې دننه هېواد کې هرې موضوع ته قومي رنګ ورکړي او د خپلو شخصي ګټو لپاره دغه روایت تقویه کړي، چې « ګواکې افغانستان دا مهال قومي جګړه کې ډوب او ښکېل دی.» دننه هېواد کې د هرې موضوع په اړه د دغو افرادو خواخوږي سیاسي بڼه لري؛ دوی یو هم د باور وړ نه دی. دوی د خپلو فردي ګټو لپاره هر کار ته لاس اچولای شي، لکه څنګه یې چې اچولی هم دی.
د قومي کارت استفاده کوونکي مردود دي؛ د افغانستان ټول اقوام خپلو کې د نوک او ورۍ په څېر دي. هغوی هېڅکله نه شي جلا کېدای.عملأ خلک په قومي جګړه خبر هم نه دي؛ خو د ټوېټر کاذب شخصیتونه یې په لوی لاس قومي کوي.