لیکوال: عادل افغان
په افغانستان کې د اسلامي امارت په واک ته رسېدو سره، لویه برخه هغو کسانو هم له هېواده پښې سپکې کړې چې یا خو یې له تېرې ادارې سره له لوړو څوکیو نیولې بیا تر عادي ماموریته کار کاوه او یا هم ورته د ښکنځلو، د ارزښتونو د پایمالولو، د نورو د انساني کرامت توهینولو، ملنډو، سپکو سپورو، قومي، ژبنیو، سمتي او مذهبي تعصب د خپرولو، د مفسدو او غلو چارواکو د سپینولو او دې ورته نورو لوېدلو او سپکو کارونو په بدل کې به تېرې ادارې او نورو بهرنیو سفارتونو او بنسټونو ورته پیسې ورکولې.
د دغو کسانو لویې برخې یې د جمهوریت د کاواکه ادارې په راپرځېدلو سره بهرنیو هېوادونو ته د تېښتې پښې سپکې کړې. د دوی په ډله کې نظامي کسان، په اصطلاح سیاسیون، د ټلوېزیونونو او رسنیو دلالان، کرايي لیکوالان، په اصطلاح د سیاسي چارو شنونکي او د بېلابېلو برخو کسان شامل وو.
کله چې له هېواده وتښېدل، د یوې اوږدې مودې لپاره په بهرنیو هېوادونو کې په کمپونو کې پراته وو. ځينې یې اوس له کمپونو ایستل شوي او لویه برخه یې لا هم په کمپونو کې پراته دي.
هغوی چې له کمپونو ایستل شوي هم دي، د خپلې بې علمۍ، بې هنرۍ، بې مسلکۍ او بې سوادۍ له کبله ورته په هغو ټولنو کې د شپږمې ګوتې په سترګه کتل کېږي، ځينې یې پر سړکونو ټکسي موټرونه چلوي، ځينې یې په دوکانونو او نورو هټیو کې د ټيټې کچې پر کارونو بوخت دي، ځينې یې موټرونه مینځي، ځینې خو یې لا آن سپي او نور حیوانات مینځي.
دوی د دوو دلایلو له کبله د دغو کارونو لپاره ګومارل شوي؛ لومړی دلیل یې دا دی چې دغه هېوادونه د پردیو هېوادونو د کډوالو او په اصطلاح مفت خورو پر وړاندې د انساني کرامت او ټولو بشري ارزښتونو خلاف قوانین لري، په دې توګه غواړي دوی کنټرول کړي، له دوی څخه شته عزت نفس واخلي، دوی ته په شعوري او غیر شعوري توګه دا ور پيچکاري کړي چې دوی به دلته د غلامانو په څېر کار کوي، د کوربه هېواد د اتباعو خدمت به کوي او یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره به امکانات ورته برابرېږي.
له بلې خوا دغه ډول کسان بیا په خپله هم دومره مهارت او وړتیا نه لري چې هلته دې د هغو ټولنو په سویه خدمات وړاندې کړي.
دویمه ډله یې هغه کسان دي چې لا هم په کمپونو کې بې برخلیکه پراته دي، یوازې سوسیال ورته رسېږي، نور د ژوند له هر ډول معنوي او مادي ارزښتونو بې برخې دي، دوی د زدهکړې لپاره کوم منظم سیستم او میکانیزم نه لري، عبادت ترې پاتې وي، معنویات ترې اخیستل شوي وي او ټوله ورځ په کمپ کې د زندانیانو په څېر تېروي. ډېری کسان پکې رواني شوي، ډېری نور یې بیا په نشهيي توکو او ډېرو نورو ناوړو کارونو عادت شوي دي.
له بېکارۍ ځورېږي، له کورنیو، خپلو خپلوانو او دوستانو لېرې وي، ټوله ورځ په دې کې سوچونه کوي چې ایا کېس به یې ومنل شي او کنه؟ ایا دوی به دلته پاتې شي او که به بېرته وشړل شي؟ له همدې کبله دغه کسان اوس له اوسني ذلیل ژوند څخه رنځ وړي، دوی په زړه کې ژورې عقدې لري، د هغو هېوادونو سخت او غیر انساني قوانین دوی ته د دې اجازه نه ورکوي چې هلته خپل غږ اوچت او یا په عامه اصطلاح خپل زړه تش کړي، نو له همدې کبله یې مخ بیا د افغانستان لور ته راګرځولی دی.
دوی په ښکنځلو، بدو ردو، د یو کس د عزت په پایمالولو او سپکو سپورو ویلو کې عادي شوي، ان په دې توګه ورته ځانونه چالاکه او با جراته ښکاري، دوی د دغه کم عزت نفس او ژورې عقدې له مخې ټوله ورځ په ټلوېزیونونو، ټولنیزو شبکو او نورو رسنیو کې لګیا وي خلک توهینوي، سپکوي، عزت یې پایمالوي، ارزښتونو تر پښو لاندې کوي، د نورو په ناموس، شخصي حریم او ارزښتونو بریدونه کوي، تعصب ته لمن وهي، مذهبي، سمتي، قومي او ژبني مسایل مطرح کوي او په دې سره دوی هڅه کوي، چې خپلې عقدې سړې کړي، هڅه کوي چې خپل له لاسه وتلی عزت نفس پرې بېرته راخپل کړي او په یو ډول خپل زړه ته سکون ورکړي، خو دوی تېروتي.
دا کارونه دوی لا پسې ذلیلوي، عقیدې یې ور خرابوي، د خلکو نفرت ورسره لا ډېرېږي، دوی لا پسې لالهانده کېږي او د بې وطنۍ او پردیتوب احساس یې پسې ډېرېږي.
له شک پرته چې دا یوه جدي ناروغي ده او دغه کسان باید رواني او عقلي ډاکترانو او متخصصینو ته یووړل شي، خو دا چې دوی خپلې عقدې دومره غرق کړي چې ان خپله دا ناروغي هم مني، نو له همدې کبله اړینه ده چې روغ کسان ترې ځان وساتي.
په لومړي سر کې خو باید عام خلک باید د دغه ډول کسانو په هېڅ خبرو باور ونه کړي، په ټولنیزو شبکو او نورو رسنیو کې یې تعقیب نه کړي، ځکه دا ناروغي ساري ده او وېره شته چې نورو ته به هم ترې خپره شي.
بله خبره د دغه ډول کسانو کورنیو او نورو خپلوانو ته متوجه ده، چې باید د خپلو کورنیو له دا ډول غړو سره خبرې وکړي او له دې لارې یې راوګرځوي، دوی ته خپله ناروغي په ګوته کړي او د امکان په صورت کې ورسره مرسته وکړي. درېیمه او مهمه خبره بیا د افغانستان د اوسني حکومت اړوند دی.
اوسني افغان حکومت ته بویه چې ممکنه لارو چارو په استفادې له افغان ټولنې د دغو کسانو لاسونه لنډ کړي، د مخابراتو وزارت په ګډون دې نورې مسوولې ادارې دغه ډول اشخاص، رسنۍ او ټولنیزې شبکې په نښه کړي او د دوی د دغو رهرجنو تبلیغاتو او سپکو سپورو د مخینوي لپاره دې اقدام وکړي، ځکه دا یوه ناوړه ناروغي ده او وېره شته چې په ټولنه کې لا پسې خپره نه شي.