یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د شر او فساد ډلې او ټپلې په دې ښه اګاه دي چې، افغانستان د جبهو د فرعونیانو او د فرعونیت د طرفدارانو لپاره رود نیل دی.
د دې سپېڅلې ځمکې هر لویشت خاوره، د شهیدانو د وینو ګواهي ورکوي، بې شمېره ځوانانو او ښځینو، د وطن د ازادۍ په پار، په میړانه خپل سرونه نذرانه کړل او د جمهوریت اجیره او غلامه اداره یې په بل مخ واړوله.
د اسلامي امارت په راتګ سره سم، د وخت ټولې شر اوفساد ډلې، نېست او نابودې شوې، عوام یې له زیان او شره خلاص شو.
افغان ولسونو ته په هیڅ صورت هیواد کې، شریرې، تخریبي، قوم پرستې، تعصیبي، بغاوت ګرې ډلې د زغملو وړ نه دي، له پخوانیو جنګسالارانو ډېرې ترخې تجربې پاتې دي، ازمویل شوې څهرې دې د بیاځل لپاره ځانونه په افغانانو نه ازمايي.
هغه کړیو چې د بل په اشارې یې هیواد کې ناامنۍ ته زمینه مساعدوله او یا یې زمینه سازي کوله، هغوی هم افشا شول، په شرمونو وشرمېدل، په خپلو جرمونو یې اعتراف وکړ چې، اوس مهال د اسلامي او شرعي نظام د قانون منګولو ته سپارل شوي دي چې، ډېر ژر به په سزاء ورسول شي.
هغه بغاوتګر چې له خپلو بادارانو سره یوځای د ۲۰۲۱م کال د اګست په پنځه لسمه د خپلو بادارانو په اوږو سپاره له هیواده په تېښته وتښتېدل، هلته هم په کراره نه دي ناست، د وجدان په عذاب اخته دي.
د شر او فساد ډلو، په تېره شل کلنه دوره کې د خپلو شخصي ګټو په پار، پردي زامن د تورو خاورو بندیوان کړل، کورنۍ یې ورته بې سرپرسته کړې، ځینې یې معیوب او معلول کړل.
همدا د داخلي جنګونو ټیکداران، غلامان، لاسپوڅي، د بهرنیو ځواکونو اجنټان او پروژه یان دې د کړو جنایتونو حسابي افغان ولسونو ته ورکړي چې، په کوم نوم جنګېږي یا د شرعي نظام په خلاف ضد او نقیص خبرې کوي.
د پلاستیکي مارشال، پلاستيکي جنرالانو په ګډون او یو شمېر غلو سیاسیونو اصلي څهره د جمهوریت د ړنګېدو په ورځ معلومه شوه چې، چا د کوم هیواد په نفعه فعالیتونه ترسره کول، د همغوی غېږې ته یې تشریف یووړ او همغه هیواد ته ستانه شول.