Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د جمیعت ګوند داخلي انسجام که د زوال وروستۍ سلګۍ!؟
    تورې څېرې

    د جمیعت ګوند داخلي انسجام که د زوال وروستۍ سلګۍ!؟

    صابر افغانصابر افغان15 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د جمعیت په نوم ګوند څو پخوانیو مشرانو په ټولنیزو رسنیو کې د انسجام او یوځای کېدو اعلان وکړ. دا اعلان داسې مهال کېږي، چې دا ګوند د پخواني مشر برهان الدین رباني تر وژل کېدو وروسته انشعاب ته ولاړ او په څو ټوټو ووېشل شو. د برهان الدین رباني زوی، صلاح الدین رباني د خپل پلار تر مړینې وروسته خپل ځان د دغه ګوند مشر او په عامه اصطلاح میراث خور اعلان کړ، خو له نوموړي سره د مسعود کورنۍ، عطامحمد نور او ګڼو نورو لوړپوړو کسانو کلک مخالفت وکړ، تر دې چې دا ګوند نور هم د زوال په لور ولاړ.

    د یاد ګوند د زوال په دوام، دا ناندرۍ هغه مهال نورې هم ډېرې شوې چې عطامحمد نور په دغه ګوند کې څو کسان پر ځان را ټول کړل او ځان یې د دغه ګوند مشر اعلان کړ، دغه راز بلخوا د مسعود کورنۍ بیا خپل ځانونه د دغه ګوند د مشرۍ تر ټولو ډېر مستحقین ګڼل او په دې توګه یې له رباني او نور سره پټ او ښکاره مخالفتونه پیل کړل او آن د ځینو نورو کسانو په منځ کې خو یې د جمعیت ګوند ترڅنګ د بل موازي ګوند او حرکت د پیل خبرې هم روانې وې.

    د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د دغه ګوند غړي او مشران چې د پرځېدلي جمهوریت اصلي هسته هم دوی جوړوله، له افغانستانه بهر یې د بیا انسجام او را ټولېدو لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې، خو له هرې منډې او هڅې وروسته، د دوی اختلاف لا پسې ډېر او د انسجام پر ځای د انزوا او انشعاب پر لور ولاړل، د دوی له خوا په یوه او بل نامه جوړ شوي جوړښتونه هم سره وشړېدل او وپاشل شول. اوس چې دوی بیا په داسې حال کې د انسجام او یووالي خبره کوي، چې د دغه ګوند اصلي مشران او د رهبرۍ غړي (د رباني په ګډون) له نوي جوړښت سره کلک مخالف دي او پر خپل دریځ ټینګار کوي.

    بل لور ته د جمعیت د انسجام دا اعلان یوازې عطامحمد نور کړی، نه د مسعود کورنۍ او نه هم نورو کسانو چې دوی یې په اعلامیه کې یادونه کړې ده؛ نه هم یادو کسانو په دې اړه تر اوسه په رسمي توګه څه ویلي، چې دا په خپله د یوه لوی درځ او اختلاف ښکارندويي کوي. بله او تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې جمعیت ګوند یو وخت یوازې د بهرنیو کړیو او تر ډېره استخباراتي ادارو په مرسته د ځینو ماموریتونو د سرته رسولو په موخه جوړ شوی و، چې د هغو ماموریتونو په پوره کېدو یا یې د وخت په تېرېدو سره بېرته له ملاتړه لاس واخیست او ورسره جوخت د پاشل کېدو خواته ولاړ.

    که اوس هم د جمعیت وېشلي او پاشلي ګوند اوسني وضعیت، متزلزلې رهبرۍ او مشرانو ته وکتل شي، هر یو یې د خپل مادي او شخصي ګټو په لټه کې دی، هر یو یې لا له وړاندې له جمعیت سره موازي نورې چارې پر مخ وړي او ټوله هڅه یې پر خپلو شخصي ګټو او موخو را ټوله وي، جمعیت ګوند او ادرس ته یوازې په هغه وخت کې مراجعه کوي، چې د ګټو تقاضا یې وي، له دې پرته دا ادرس دوی ته هم بې مانا او بې ارزښته دی.

    نو د پایلې په توګه ویلی شو، چې د جمعیت د یووالي او انسجام نوی اعلان په حقیقت کې د دوی د مرګ او زوال د وروستۍ سلګۍ اعلان دی او ډېر ژر به یې دا نسبي وضعیت هم له منځه ولاړ شي، ځکه نور نه په جمعیت او نه هم په جمعیتیانو کې داسې څه پاتې دي چې دوی سره پرې راټول شي. بهرني اړخ ته یې هم که وکتل شي، د جمعیت ګوند تېرو تورو او مفسدو کړنو ته په پام سره، هېڅوک زړه نه ښه کوي چې له دوی سره په بېرته راپورته کېدو کې دې مرسته وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد عرب-اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه؛ پر قطر د اسرائيلي رژيم بريد ته په ځواب ورکولو ټينګار شوی
    راتلونکي مقاله د ایران خصوصي سکټور د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    6 اکتوبر 2025

    د رباني ملت ځپونکې مبارزه او د هغه د زړورتیا دروغجن تاریخ

    27 سپتمبر 2025

    اسماعیل خان او نږدې کړۍ یې د له‌ منځه‌ تګ له جدي ګواښ سره مخ ده

    23 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    صهیونیست پوځ له غزې شا تګ ته چمتو کېږی

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025

    صهیونیست پوځ له غزې شا تګ ته چمتو کېږی

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.