لیکوال: خالق یار احمدزی
نن د اتریش پلازمېنه ویانا کې د اوسني حکومت د مخالفو څیرو ګډه غونډه را بلل شوې وه، چې په مختلفو هیوادونو کې د ا.ا.ا میشتو مخالفینو او تېرې ادارې چارواکو پکې ګډون کړی وو.
غونډه یوازې څو محدودې ورځې د دوحې تر ناستې مخته جوړیږي، هغه ناسته چې دا ځل د افغانستان اوسني حکومت په کې په خپلو شرایطو د ګډون اعلان کړی خو مخالفین له دې امله سوځیږي، چې د دوی له متنه نه پروژه یي میرمنې او نه هم پتلون کشي ډنډورچیان ور بلل شوي دي.
د ویانا ناسته کې د فقید احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود هڅه وکړه چې په خپلو پخوانیو ملګرو کې د اتفاق ساه پوف کړي او زیاته یې کړه چې مونږ پر خپل تیرو کړنو د ویلو لپاره څه نه لرو، ښه داده چې تیر په هیر او نوې متحدانه هڅې پیل کړو.
نوموړی چې لکه د خپل پلار د قسم خوړلي رقیب/ سیال (ح) په څیر د مشرۍ سختې تندې اخیستی، له یوې خوا د بهرنیانو لخوا پرې د زعامت د پراختیا فشارونه دي، له بل لوري یې د سنګر او دفتر یاران هم نه مني، نو یې یوځل بیا هڅه وکړه څو د اوسني حکومت د مخالفینو دایره د ځان په ګټه را وڅرخوي او د دیموکراتیک افغانستان د بیا احیاء او د ګډو آرمانونو د تحقق لپاره یې خپل هوډ څرګند کړ.
ځینې ګډونوالو یې د دوحې په ناسته کې د اوسني حکومت د مشرانو ور بلل او دا چې د حکومت مخالفین څنډې ته پاته شوي؛ په سخت ګیلمن انداز وغندل او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان اوس د طالبانو حکومت ته «باج» ورکوي.
ناسته کې ځینو په غیرمترقبه توګه د طالب مشرانو پر دریځ معترفانه اقرار وکړ؛ د بیلګې په توګه: محمد محقق وویل چې د کورنیو چارو وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د سولې خبرو لپاره لیوالتیا لري، ځکه چې د ده په وینا د جنګ سړي د سولې سړي هم وي.
محقق که څه هم ظاهرا د اوسني حکومت د مشرانو ترمنځ د درز اچولو هڅه وکړه او د نفاق هغه دریځ یې ولوباوو چې «ځینې خپل کړه او نور پرې ووهه»؛ خو دا چې پر دې سیاستونو امریکا او ملګرو یې په شل کلنه لوبه کې کوم د ښادۍ ټیغ ونه ایست، دوی یې هیڅ نه شي کولی.
خو د محقق دا خبرې په یوه ډول د اعترافاتو هغه تریخ غوړپ وو چې په نافهمۍ کې یې د ټولو اعتراضي کوړنچ له خپله متنه ځواب کړ؛ ځکه د اوسني حکومت ټول مشران مجاهدین وو او د امریکایانو، د هغوی د داخلي او بهرنیو بړیڅو پر وړاندې یې سنګرونه ګرم ساتلي وو؛ چې په همغه مهال کې یې هم همدې افغان نما څیرو ته ویل چې: تاسو وسلې پر ځمکه کېږدئ مونږ او خارجي اشغالګر سره پرېږدئ چې سره معلومه یې کړو؛ د امریکایانو پر وړاندې تر نظامي او سیاسي بریا وروسته یې د بین الافغاني مذاکراتو پر مېز هم ورته تکرار کړه چې راځئ په صادقانه توګه د یوه میکانیزه چوکاټ له مخې مخته ولاړ شو او اوس هم ورته وایي چې راشئ زمونږ وروڼه یاست په هیواد کې هوسا زندګي او د سر و مال خوندیتوب مو پر حکومت حق ده، مونږ د هر څه ژمنه درکوو؛ خو دوی لا هم ورمیږونه کاږه ګرځوي او د عبدالله او غني د تحمیلي کارنامو په څیر د ۵۰+۵۰ معاملې غوښتونکي دي.
دوی هم ګرم نه دي؛ د هغو بهرنیانو فرمایشاتو ته خامخا باید اعتناء وکړي چا چې ۲۰ کاله د قدرت په لب و جب کې وساتل او بیا یې په سخت وضعیت کې د نازولو مرغانو په څیر وایستل او څوک چې همدا اوس په بهر کې د تاج وتخت هَوَسناکې غونډې ورته دایروي، د الوتکو ټکټونه ورته پرې کوي او په ډالریزو سوغاتونو یې نازوي.
هو! دا لوبه څو بُعدیزه ده، نه به د یهودانو اسلام ستیزه عُقده راته ختمه شي، نه به د فرانسويانو او نورو اروپایانو د افغان کانونو د چورتالان خوند له ستوني ووځي او نه به هم د نورو آبرقدرتونو ارمانونو ته د پای ټکی ایښوودل شوی وي؛ تر څو مو چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو ډول ډول فرمایشاتو منلو ته تن نه وي ورکړی؛ د هغوی روزل شوي ځري مو حکومت کې نه وي ځای کړي، د هغوی په خوښه مو بهرنی سیاست نه وي ترسیم کړی، د هغوی د فرمایش مطابق مو د افغانستان ارزي شتمنۍ نه وي لیلام کړې.
که سبا مونږ د دوی په خوښه یوازې یو قدم کېږدو، نه به همدا د چلیک اندازي لوبې پاته وي، نه به د رسمیت له ستونزې سره مخ یو، او نه به هم بله کومه سوژه مونږ کړوي، بس خپل حکومت به کوو او له کوم فشار پرته به یې بیغمه خورو.
واقعیت دا دی، څه چې د رسمیت موانع په رسنیو کې وړاندې وروسته کېږي، یا هم څوک له بهره د ډراماتیک بغاوت په ماشه ګوتې وهي او یا هم له نړۍ سره نورې ستونزې پاته دي؛ په یوه ورځ کې د حل وړ دي، خو چې مونږ لکه د دوی د نورو غلامو حکومتونو په څیر د فرمایشاتو منلو ته تن ورکړو.
خو دا چې اسلامي امارت د میلیونونو شهیدانو د وینو ثمره ده، د لسیزو انقلابونو یوازنی نچوړ او د ولسونو وروستۍ هیله ده، یوازې د مطلقې خپلواکۍ په رڼا کې حکومت کول غواړي او هغه څه په رڼا کې به یې واکمني مخته ځي څه چې زمونږ دیني ارزښتونه، ملي عنعنات او کلتوري جوړښتونه ایجابوي او بس.