نوین ساپی
انسانان ټولنیز مخلوقات دي، باید ټول سره په مینه او محبت کې ژوند وکړي، بر عکس انسانان د خپلو ګټو، نفسي خواهشاتو، توقعاتو او د امتیازاتو د غوښتنې په پار د تاریخ په اوږدو کې د خپل هم جنس بشر (انسانانو ) په مقابل کې داسې اعمال او کړنې ترسره کوي او لا يې په ترسره کولو بوخت دي، چې همدغه انسانان يې هم په یادولو د شرم احساس کوي، په نتیجه کې یې په جلا، جلا نومونو جنګونه او جګړې را منځته کړي، په میليونونو انسانانو پکې خپل ژوند بایللی، ټپیان شوي، معیوب شوي، معلول شوي او ډول ډول زیانونه ورته اوښتي دي چې شته افغانان یې شاهدان دي، جګړه هغه وضیعت دی چې په کور دننه او په نړیواله کچه د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو بدلونونو او تغیراتو باعث ګرځېدلې ده.د سپېڅلي اسلام تاریخ نه چې منبع یې، قرآنکریم او احادیث دي، څرګندېږي چې د ځمکې پر سطحه د اولني انسان قتل وجه تنظیمي یا اخلاقي پدیده نه وه، بلکې د کینې، حسد، ځان پالنې، د نفسي خواهشاتو د پیروي زېږنده وه، اسلامي تاریخ پوهانو او مفسرینو د انسانانو د وژنو په باب وايي: د ادم (عليه السلام) زامنو کله چې قابیل خپل ورور هابیل قتل کړ؛ نو د قتل او جګړيیزو کړنو بنسټ له هماغه وخته کېښودل شو، بیا د حالاتو او شرایطو په پرمختګ او د ټکنالوژۍ منځته راتګ سره د شخړو بڼه له وخت سره سم تغیر او بدلون وموند او په بیلابیلو ډولونو بدل شو.علماء، شخړه داسې راپیژني: د دوو یا څو اشخاصو، ډلو، ټپلو او هیوادونو ترمنځ د یو یا دواړو لوریو لخوا د سولې او امن حالت د پای ته رسېدو اعلان ته جګړه ویل کېږي. جنګ او جدال، اخ او ډپ، وژنې او شوکې د شخړو د حل لپاره ډېره ستونزمنه او لانجمنه لاره ده.په بل ځای کې بیا جګړه داسې تعریف شوې: ( شخړه د اقتصادي، نظامي، سیاسي، تاریخي او ټولنیزو علومو له پلوه د سیاسي بدلونونو او انقلابونو او ټولنیزو ناروغیو څرګندونې بلل کېږي او له قضايي او حقوقي اړخه جګړه د دولتونو ترمنځ وسله واله مبارزه را پورته کوي او له هغه وسایلو نه چې له نړیوالو حقوقو سره سم يې صورت موندلی وي) شخړې د بربادیو هغه حالت دی، چې د اشخاصو، قومونو، ملتونو، دولتونو ترمنځ اړیکې او مناسبات خرابوي او دوستي په دښمنۍ باندې اړوي. لکه څنګه چې د افغان خاورې دښمنانو د اوسني نظام پر وړاندې غرب او د هغوی لاسپوڅو لاسونه رابډ وهلي، د هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنې کوي، سوله او امنیت، دوستي، مینه او محبت، اتحاد او ورور ولي په کرکې او نفرت بدلوي، دوی ته دا مسایل د منلو وړ نه دي.دا خلک هیڅ نه غواړي چې افغانان دې په یوه غولي سره راټول وي، دې برخې ته یې سخته ناخوالې ده، چې وژنې وکړي، ترور وکړي، او نه ورته څوک دا اجازه ورکوي چې د دوی لاسپوڅي دې په وژنو او بې اتفاقیو مرتکیب شي ځکه چې اوس يوه خبره او یو امر دی او د یوه توغ لاندې زندهګي ده.د اسلامي شریعت په رڼا کې جنګ صرف په هغه صورت کې الزامي کېږي چې بالفعل تیری ترسره شي او یا داسې علایم او شواهد ولیدل شي لکه څنګه چې په تېره شل کلنه دوره کې ولیدل شو، چې امریکا په زبردستۍ سره په افغان خاورې تېری وکړ او د مجاهدینو له سختو ګوزارونو سره مخ شول او له خپلو غلامانو او لاسپوڅو سره په تېښته وتښتېدل.له دې ټولو خبرو سره بیا هم اسلام خپل لارویان زغم او سوچ ته رابولي، جګړې ته له وردانګلو یې منع کوي، رسول الله ص فرمايي: ژباړه: له دښمن سره د مقابلې کولو آرزو مه کوئ، اما هرکله چې له هغوی سره مخامخ شوئ مېړانه او استقامت خپل کړئ.د اسلام مبارک دین وايي : باید تر ډېره حده کوښښ وشي چې جګړه رامنځته نه شي او یا هم جګړه محدوده شي، مګر کله چې جګړه رامنځته کېږي باید یو شمېر اصول په نظر کې ونیول شي لکه چې وايي: (له عابدانو سره ښه چلند کوئ، ماشومان، مېرمنې او سپین ږيرې مه وژنئ، کارګران مه وژنئ، عامه ځایونه او د خلکو کورونه مه ورانوئ او دارنګه عامو او ملکي وګړیو ته زیان مه رسوئ.) په کومو مواردو چې یادونه ترې وشوه، انسانانو په خاصه توګه افغانانو ته په کې زیان رسېدلی او شهیدان شوي، دا د بشري حقونو ستر نقض او تر پښو لاندې کول دي، دا چې جګړه په هر لحاظ د بشر لپاره مضره، زیان زېږونکې او خطرناکه ده، نو باید تر ډېره حده له جګړو مخنیوی وشي، لکه څنګه چې یې اوس په افغانستان کې حاکم نظام ترسره کوي، تر څو نور بشري حقونه نقض او تر پښو لاندې نه شي.جګړه چې یوه ناوړه پدیده ده، ډیرې ناوړې پایلې او زیانونه لري، باید ډېر کوښښ وشي چې له دې ناوړې پدیدې بهرنیان او د دوی لاسپوڅي او د دوی په اشارو جوړې ډلې او ټپلې لاس واخلي.