د افغانستان د ارشاد، حج او اقافو وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه له پرانیستې وروسته د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ارشاد، حج او اقافو چارسمبالي وزیر نورمحمد ثاقب د ترکیې له ولسمشر سره په جلا توگه لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، اردوغان په افغانستان کې د امنیت د ټینگښت او له اوسني حالت څخه خوښي ښکاره کړې ده.
ښاغلي ثاقب ویلي، د اسلامي نړۍ د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د داسې غونډو جوړول مهم دي او اړتیا ده چې دغه ډول غونډې لا ډېرې شي.: «افغانستان د ترکیې له ورور هېواد سره ښې او پرمختللې اړیکې غواړي. اسلامي نړۍ او په ځانگړې توگه افغانستان له تاسو څخه دا توقع لري چې د اسلامي امت د ستونزو په هوارولو کې مهم رول اداء کړئ.»
د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه پیل شوې ده، چې د افغانستان سربېره پکې د اسلامي نړۍ گڼو هېوادونو علماوو برخه اخیستې ده.
د دې غونډې موخه د اسلامي امت او ټول انسانیت ته د ورپېښو ننگونو او خطرونو نه د راوتلو پر لارو چارو بحث کېږي او همدارنگه د اسلامي مشترکو قضایاوو په وړاندې د واحد موقف او په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امت د یووالي په اړه بحثونه کېږي.
۱ څرگندون
ډیر ښه او موثقه اداره ده دخدمت توفیق له لوی خدای ج څخه ورته غواړم