Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د حزب التحرير په شعار او کردار کې بلها فرق دی
    لیکني

    د حزب التحرير په شعار او کردار کې بلها فرق دی

    صابر افغانصابر افغان4 جولای 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د حزب التحرير ګروپ په ۱۹۵۳ ميلادي کال کې د شيخ تقي الدين النبهانی يو عالم دين چې د مصر له الازهر پوهنتون څخه فارغه وو؛ په فلسطين کې تاسيس کړ.

    دغه حزب په افغانستان د امريکا له اشغال سره په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې را پيدا شو؛ خو نه يواځې افغانستان کې بلکې ټولې نړۍ کې يې په دې ۷۱ کاله کې هېڅ کوم خاص ځای خپل کړی نه دی او نه هم مسلمانان د دوی په شعارونو تېروتي.

    د دوی شعار د داعشي خوارجو غوندي د خلافت دی اما کردار يې صرف نمايشي او په مسلمانانو کې تفرقه ده؛ د داعشي خوارجو غوندي يې همېش مشکل د مسلمانانو سره جوړ کړی وي؛ هر ځای کې داعشي خوارج د مجاهدينو سره په جګړه بوخت وي او همدغسي حزب التحرير د ټول مسلمه امت سره سياسي مخالفت ښيي؛ حتا د يوه اسلامي نظام (اسلامي امارت) هم مخالف دي. همغه داعشي خوارج دي خو وايي چې خلافت به په زاريو راولو.

    داعش هم د خلافت شعار زمزمه کوي او حزب التحرير هم؛ بس فرق يې دا دی چې داعش د وسلې په زور د غرب پروژې عملي کوي او حزب التحرير د عوامو د ذهنونو په تير ايستلو سره د پرديو پروژو د عملي کولو چاري په غاړه لري.

    دوی خلافت اسلامي غواړي اما د جهاد هم مخالف دي؛ د دوی په نزد: هله د جهاد اجازه شته چې حکومت دې لاس ته درشي، نړۍوال طاقت شې او حکومت د دوی تګلارې ته په کتو په لاس ورځي نه، ځکه جهاد دوی نه کوي او ټاکنې مني نه، نو واک به څنګه خپلوي؟دا معلومه ده چې واک په زاريو نه خپلېږي او همدغه ډله بيا بل طرف د هر رنګه نظام هم مخالف ځان بولي نو څرنګه به واک ته رسېږي چې په ټاکنو باور نه لري، په جهاد او جګړې باور نه لري اما دعوه ټوله نړۍ کې د خلافت لري؟په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره ټولې ډلې او حزبونه لغوه شول؛ تر څو بيا ځلي په يوه و بل نامه د پردو پروژې په افغانستان کې عملي نه شي، د پردو فرمايشات افغانستان کې ياد نه شي؛ دا ځکه چې هر کله د نړۍ استخبارات کوم هېواد کې لاسوهنه و غواړي نو لومړی په هغه هېواد کې د حزبونو سره په تماس کې کېږي او وعدې د مرستو او پيسې ورکوي چې بيا هغه ډله ورته کار کوي.

    دا چې په افغانستان کې حزبونه لغوه شول نو د حزب التحرير په نامه هم څو کسان ونيول شول چې اوس دوی د سوشل ميډيا تبليغاتو ته اوږه ورکړې؛ هغه حزب چې د اسلامي دولت و خلافت شعارونه يې زمزمه کول اوس د اسلامي نظام (امارت اسلامي) مخالف يې موقف خپل کړی او پوچ تبليغات کوي.

    د حزب التحرير جوړښت خپله يوه پروژه ده چې د کفري نړۍ له طرفه په مسلمانانو کې د دې لپاره پيدا شوې تر څو مسلمانان له مسلح جهاد څخه را وګرځوي او د خلافت په نامه يې د ډيموکرات حکومتونو تر چتر لاندي وساتي.

    دا چې دوی د مسلح جهاد مخالف دي او ډيموکراسي هم نه مني چې په ټاکنو سره بريالي شي له دې دا معلومېږي چې دغه ډله اصل کې د خلافت شعار د مسلمه امت د غولولو لپاره زمزمه کوي؛ خلافت نه غواړي ځکه کومه لاره چې دوی انتخاب کړې هغه د واکدارۍ نه، بلکې يواځې په مسلمه امت کې د نفاق ده.

    دغه ډله د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې فعاله ده خو د ګوتو په شمېر کسان لري؛ په ډېرو کفري او ډيموکرات هېوادونو کې د سياسي فعاليت اجازه لري، ځکه چې څه هم کوي د همدې کفارو په خوښه يې کوي؛ بل طرف پر مسلمانانو او يوه داسي اسلامي نظام (امارت اسلامي) چې شل کاله د کفري نړۍ سره جنګېدلي او په وچ کلک زور يې کفار شړلي خو دوی پرې ټاپه د کفارو د دوستۍ وهي او خپله ناست د کفري نړۍ په غېږه کې خو ږغونه يې د خلافت راپورته کېږي.

    همدا اوس چې په غزه کې پر مسلمانانو کوم حالت روان دی او دوی چې تاسيس يې په همدې فلسطين کې شوی خو پر دې قتل عام خاموشه دي.همدا اوس لبنان، اردن کې په لوی تعداد سره ناست او خاموشه ننداره د فلسطينيانو د قتل عام کوي؛ وايي چې کفار که تاسو وژني هم څه مه ورته واياست! مه هم ټاکنې ورسره منئ او مه جهاد کوئ، بلکې دوی وايي زارۍ د خلافت کوئ! که خلافت په لاس درغی بيا جهاد وکړئ که نه همداسي يې ننداره کوئ.

    د افغانستان پر اسلامي امارت دوی ځکه نقد کوي چې د امارت په راتګ سره دوی ولي نورو هېوادونو باندي حمله نه کوي؛ خو د دوی د تګلارې په اساس دوی وايي چې تر څو د کفر د ځپلو قدرت مسلمان لاس کې ونه لري تر هغو جګړه بايد ونه شي؛ بيا څنګه په يوه داسي حالت کې پر طالبانو نيوکه کوي؟دغه ډله هم لکه ځيني نېشنليست ګروپونه چې په زاريو سره ډيموکراسي غواړي، همدغسي دوی هم په زاريو سره اسلامي خلافت غواړي چې دا ناممکنه ده او نه هم خلافت په زاريو سره پر ټولې نړۍ قايم کېدلای شي.

    ولسه! د دغسي په نامه ډلو چې د اسلامي شعائرو څخه په استفادې ستاسو ذهنونه مغشوش کوي او د پرديو استخباراتو لوبې درباندي عملي کوي؛ په شعارونو يې مه تېروځئ، بلکې د دوی کردار مطالعه کړئ! هله به درک درته وشي چې دا کفري او ډيموکراتيکې پروژې دي چې د مسلمانانو په منځ کې يې د نړۍ جابر نظامونه او استخبارات عملي کول غواړي.

    مخکینۍ مقالهحزب التحریر؛ تفرقه اچوونکي او د خیالي خلافت مدعیان
    راتلونکي مقاله خېبر پښتونخوا: په باجوړ کې چاودنې د سنا مجلس پخواني غړي په ګډون څلور تنه وژلي دي

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    کورنیو چارو وزارت وایي، ‏د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په…

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،859 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،845 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.