د صهيونيستي اسرائیلو پوځ وایي، د لومړي ځل لپاره د لبنان د حزب الله یو توغندی د اسرائيلو پلازمېنې تل‌ابیب ته رسیدلی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس نن چهارشنبه د صهيونيستي اسرائیلو د پوځ د یوه ویاند له قوله لیکلي چې، په لومړي ځل د لبنان د حزب الله يو ستر توغندی د اسرائيلو پلازمېنې تل‌ابیب ته رسېدلی دی.

فرانس پريس اژانس ته د صهيونيستي اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ناداو شوشاني ویلي، تل‌ابیب ته د حزب‌الله د توغندي رسېدل، د دغه غورځنګ د قوي کېدو او د بریدونو د شدت څرګندونه کوي.

له بل پلوه بيا رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې حزب‌الله هم پر تل‌ابیب د توغندي توغول تایید کړي دي، او زياته کړې یې ده چې په تل‌ابیب کې یې د صهيونيستي اسرائیلو د استخباراتو مرکزي ادارې يا موساد ودانۍ په نښه کړې وه.

په لبنان د صهيونيستي اسرائیلو د تېرو دوو ورځو وحشيانه‌ بريدونو کې د لبناني چارواکو په وینا، له ۵۶۰ ډېر کسان وژل شوي او د جنوبي سیمو زرګونه اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version