د ملي دفاع وزارت وايي، د تعلمیاتو او پروسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو گډو زدهکړو له قومندانۍ څخه د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۸۵ تنه ځوان منسوبین له څلورو میاشتو عقیدوي، پوځي او مسلکي زدهکړو د تر لاسه کولو وروسته فارغ شول.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فراغت په دغه مراسمو کې گڼو دولتي چارواکو هم گډون کړی وو او فارغ شوو سرتېرو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلو دندو ته پام وکړي.
د چارو ادارې لوی رئیس نورالحق انور وویل، د دُښمن د مقابلې لپاره اعداد ته اړتیا ده او موږ باید پرمختللې وسلې ولرو، تر څو دُښمن ور باندې مات کړو او خپله ازادي وساتو.
نوو فارغ شوو سرتېرو هم ژمنه وکړه، چې د هېواد هر گوټ کې دندې ته چمتو دي.د یادونې وړ ده، په دغه فارغ شوو سرتېرو کې ۳۵۰ تنه د پنجشېر او بغلان ولایتونو څخه جذب شوي وو.
د ملي دفاع وزارت په یو بل خبر کې ویلي، د میدان وردگو پینځمې لوا له لوري ۳۱ عرادې بېلابېل ډوله وسایط ترمیم او گټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
په دغو وسایطو کې ۱۳ عرادې هاموي ټانگونه، ۵ عرادې انټرنېشنل موټر، ۱۰ عرادې څلور ټایره موټر سایکلونه، یوه عرادي ټانکر، یو عراده کرینگ او یو امبولانس شامل وو.
اوسمهال د ملي دفاع وزارت اړوند روزنځایونو کې زرگونه سرتېري په مسلکي زدهکړو بوخت دي، چې نږدې هره اوونۍ ترې لسگونه ځوانان فارغېږي او پر ځای یې نوي ځوانان جذبېږي.