Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د حفيظ منصور څرګندونو د شر او فساد اصليت لا څرګند کړ!
    تورې څېرې

    د حفيظ منصور څرګندونو د شر او فساد اصليت لا څرګند کړ!

    صابر افغانصابر افغان5 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    حفیظ منصور له یوې رسنۍ سره د مرکې په پيل کې په خورا صراحت او افتخار سره، د شر او فساد ډلې او پاکستاني استخباراتو ترمنځ د شته اړيکو او طالبانو په ضد له نویو همکاریو څخه پرده پورته کړه‌ او هم یې په مغرورانه توګه وويل، پاکستان اوس منلې چې د طالبانو خلاف له موږ سره مرسته وکړي، دا خبره د پاکستان د استخباراتي سازمان نوي مشر د تاجکستان له ولسمشر سره په وروستۍ لیدنه کې کړې ده.

    منصور ته خپل تېر تاريخ هم ور ياد نه شو، چې تېرې څه باندې درې لسیزې خو همدا دوی په تبلیغاتو سره افغانانو او نړۍ ته په اذهانو کې ور پېچکاري کول، چې طالبان د پاکستان خلک دي او د هغوی لخوا یې حمایت کېږي. خو نن ورځ د تبلیغاتو عاملین د هماغه هېواد اجیران ثابت شول، چا ته چې یې نور منسوبول.

    نوموړي د خپلو یادو څرګندونو په ترسره کولو سره د شر او فساد هغه پخه غلامي هم ومنل، چې لسیزې یې دوام درلود؛ ده د بغاوتګرو په سرنوشت د معاملې ماهیت ته حقيقت ور واغوسته او څرګنده یې کړه چې د دوی پرېکړې تاجکستان کوي او د دوی د سرنوشت او افغان وژنې لپاره یې تاجکستان، له آی ایس آی سره د معاملې کولو په حال کې دی.

    منصور د مرکې په لړ کې ۲۰۲۴م کال د طالبانو خلاف له نظامي پلوه د جګړې او د بريدونو له ډېروالي سره د ځان په ګټه وباله، خو کله چې د خپرونې کوربه ورته وويل، د شخړو نړيوال د ثبت سازمانونه او نور نړيوال تحقيقات ترسره کوونکي د طالبانو خلاف د نظامي مبارزې په مورد لاسته رواړنې له صفر سره ضرب کوي، ده وويل، مونږ به په ۲۰۲۵م کال کې له یو تحولي کال سره مخ يو، ځکه پاکستان به له مونږ سره د طالبانو په نسکورولو کې مرسته وکړي.

    د افغانستان د ازادۍ لپاره د خیالي جبهې جنګېدونکي حفیظ منصور وړاندې يوه تاريخي تېروتنه او د پاکستاني رژيم د ملاتړ جلبولو لپاره د ډيورنډ نا منل شوې کرښې په اړه بې باکه څرګندونې وکړې.

    د نوموړي او پاکستاني رژيم د پخواني موقت لومړي وزير انورالحق کاکړ د خبرو ترمنځ هيڅ تفاوت نه و؛ کاکړ هم ډیورنډ فرضي کرښې ته نړيواله منل شوې پوله د دې لپاره ويلې، چې د پاکستاني رژيم په حکومتي چوکاټ کې خپله څوکۍ او حيثيت وساتي، خو حفيظ منصور بيا د افغانستان د شته امنيت د لمنځه وړلو، مرکزي حکومت د تضعیف او د پاکستاني رژيم د اویا کلنې هيلې او موخې پوره کولو او په نظامي ميدان کې د ماتې شوې جبهې لپاره د ملاتړ جلبولو په موخه داسې بې باکه او بې مسؤلیته څرګندونې وکړې.

    منصور به په دې خبرو د پاکستاني رژيم د ملاتړ په جذب کې تر ډېره بريالی وي، خو ولس ته یې خپل اصليت له ورایه ښکاره کړ، چې دا خلک د قدرت ترلاسه کولو، قدرت جزیرو د بيا اعادې، له اداري فساده ډکې حکومتولۍ لپاره ډيورنډ فرضي کرښه پاکستان ته پرېښودلی شي، خو د هغه ولس زړونه او ملاتړ له لاسه ورکوي کوم چې دوی پرون پاکستان ته د طالبانو په منسوبولو حکومتولي کول.

    ولس ته باید څرګنده وي چې اوس او په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو خلاف د شر او فساد ډلو ټول هغه ادعاوې دروغ او له حقيقت لرې را برسېره کېږي، په کومو چې دوی طالبان تورنول.

    هغه جبهات او خوځښتونه به دې ولس ته کومه سوکالي او خوشحالۍ په ارمغان راوړي، چې د وژنې لپاره یې معاملې په اسلام اباد، دوشنبې او د نړۍ په نورو پلازمېنو کې ترسره کېږي!؟

    په داسې حال کې چې د شر او فساد ډلې يوه لويشت خاوره لا هم په لاس کې نه لري، پاکستان ته د ډيورنډ فرضي کرښه د سرحد په توګه پېژني؛ که چيرته دا خلک د واک تر ګدۍ ورسېږي، د افغانستان پر سر به نوري څه – څه معاملې ونکړي!؟

    تاجکستان ته د پاکستاني استخباراتو د مشر سفر او د شر او فساد ډلې د رهبرۍ شورا د غړي حفیظ منصور هيلې دا هم تبارز کوي، چې دا ډله په حقيقت کې له نورې ټولې نړۍ او هېوادونو د طالبانو په خلاف د مقاومت لپاره د مرستې په مورد کې ناهيلي شوي دي او د بې وسۍ او ناوتوانۍ په دې حالت کې دوی د افغانستان د تجزیې پر سر تيار دي چې له پاکستان څخه مرسته وغواړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوچستان د تېرې ورځې د سرتېري برید په پایله کې تر ۷۷ ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
    راتلونکي مقاله ارګ: د رياست الوزراء اداري مرستيال په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 10 اپریل 2026

    خواجه اصف د اسرائیل پر ضد شوی پوسټ حذف کړ

    د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، هغه څرګندونې چې نوموړي د اسرائیل پر ضد کړې…

    امریکا کې د صهیونیست رژیم سفیر: پاکستان منځګړی نه، بلکې خپله یوه ستونزه ده

    10 اپریل 2026

    د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌ای: له هغو تېري کوونکو به خامخا غچ واخلي، چې پر ایران یې بریدونه کړې دي

    10 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خواجه اصف د اسرائیل پر ضد شوی پوسټ حذف کړ

    10 اپریل 2026

    امریکا کې د صهیونیست رژیم سفیر: پاکستان منځګړی نه، بلکې خپله یوه ستونزه ده

    10 اپریل 2026

    د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌ای: له هغو تېري کوونکو به خامخا غچ واخلي، چې پر ایران یې بریدونه کړې دي

    10 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،140 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،169 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.