د پرځېدلي جمهوریت پرمهال د حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي چې یوه مشکوکه، مرموزه او له هسکو ټيټو ډکه مخینه لري، په افغانستان کې د امریکايي اشغال تر یوغ لاندې یې د ږیرې، ملا او مولوي له ادرسه ځان د اشغال یوه فعاله مهره ګرځولې وه. نوموړي په مصر کې زدهکړې کړي او ویل کېږي چې د هغه هېواد له استخباراتو سره یې اوږدې او نږدې اړیکې لرلې او له هغه چینل څخه یې د افغانستان په اړوند مهم او له رازونو ډک معلومات تر امریکايي استخباراتو رسول.
د جمهوري دورې په پیل کې، د هغه مهال د ملي امنیت ادارې چې اکثریت رهبري او غړي یې پنجشېریان وو، په دې تور ونیوه، چې د احمدشاه مسعود وژونکو ته یې اجازه لیک صادر کړی و، نوموړی یې بګرام زندان ته ولېږه، خو حلیمې هلته ډېر ژر له امریکايي استخباراتو او ادارو سره اړیکې پیدا کړې، د بندیانو خبرې به یې امریکایانو ته ژباړلې او د دوی مهم رازونه به یې ورته افشا کول. دې خوش خدمتۍ د امریکایانو او حلیمي ترمنځ یارانه نوره هم ګرمه کړې وه او نوموړی په باګرام کې د یوه ځانګړي کس او یا هم مېلمه په توګه ساتل کېده او د یوه زنداني په توګه ورسره چلند نه کېده.
کله چې جمهوري دورې په شړېدو پیل وکړ، نو حلیمې، رحمت الله اندړ او د دوی په څېر نور منافقین، چې په ظاهره یې د ملا، مولوي له نوم او اوږدې ږیرې استفاده کوله، په کابل کې د امریکا د سفارت په ځانګړې سپارښتنې د اشرف غني د ادارې د حکومت راس ته راوستل شول، ترڅو له یوې خوا له دې لارې له شړېدو او پاشل کېدو سره مخ جمهوریت وژغوري او له بلې خوا خلکو ته امریکايي اشغال، د بېګناه افغانان مرګ ژوبله، د دوی ربړول، زندانونو ته اچول، پراخ اخلاقي او اداري فسادونه، رشوتونه او لسګونه نور ناوړه کارونه په خپلو دلالو او پستو ډالري ژبو وپوښي او دې نادودو ته مشروعیت ورکړي.
حليمي او د ده د جالې نورو سپرو کسانو د خپل استخباراتي ورکړل شوي ماموریت له لارې دا کار په ډېره سپین سترګۍ، ذلالت او منافقت سره پرمخ یووړ. د هېواد په ګوټ ګوټ کې اسلامي علماوو، د جوماتونو امامانو او مفتیانو هغه مهال د امریکايي اشغال، د تېرې فاسدې ادارې د غلامۍ، جنایتونو، فسادونو او وحشتونو خلاف غږ پورته کاوه، خو همدا حلیمي او د ده نور منافقو ملګرو به د دغو علماوو د برحقې داعیې د رد لپاره دلایل راتراشل.
تازه نوموړي په یوه بحث کې د امریکايي اشغال پر وړاندې د برحقې مبارزې او جهاد د بدنامۍ لپاره د دې حقې لارې پر لارویانو، د دې حقې لارې د بدنامولو لپاره یو لړ تورونه پورې کړي او دې برحقې لارې او لارویانو ته یې د خپلې جاسوسي، استخباراتي او مرموزې مخینې پر اساس له خپلو عینکو کتلي دي، خو حلیمي دا هېروي، چې د دې تورې مخینې له ده او د ده له لارویانو او هملارو څه جوړ کړل؟ څومره یې ذلیل کړل؟ څومره یې وشرمول؟ خو برعکس هغو کسانو چې په دې لاره کې بېخي ډېرې قربانۍ ورکړې، د ځان غوښې او هډونه یې په اورونه کباب کړل، خپل مال، ځان او اولاد یې تر دې برحقې لارې قرباني کړل، په بدل کې یې لوی رب ورته څومره عزت ورکړ، خپل هېواد او ولس ته یې سرلوړې ازادي واخیستله او هغه ستر طاغوت یې مات کړ، چې حلیمي او د حلیمي لارویانو یې په غلامۍ، جاسوسۍ او غېږ کې ډېر وخت تېر کړ.
نو حلیمي او د حلیمي لارویان او هملاري به د خپل تللي شرف، تللي عزت، برم او حیثیت د اعادې او دغه راز خپلو بادارانو ته د ژمنتیا لپاره خپله اصلي دنده (جاسوسي، خوش خدمتي، د سپېڅلو ادرسونو او مبارزو بدنامي او د تورونو لړۍ) پر مخ وړي، پخوا یې هم همدا کار کاوه، اوس یې هم کوي او په راتلونکي کې به یې هم کوي، خو یوه څه به واضح وي، چې سپېڅلې لارې، سپېڅلې مبارزې او لارویان به یې تل سرلوړي، نوم لوړي او ویاړمن وي، خو لوېدلي، پرځېدلي، شرمېدلي، پلورل شوي او بې حیثیته کسان او ادرسونه به تل همداسې بې شرفه، بې عزته او لالهانده وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.