Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د حماس او الفتح ګوند تر منځ د چین منځګړیتوب
    لیکني

    د حماس او الفتح ګوند تر منځ د چین منځګړیتوب

    صابر افغانصابر افغان26 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د فلسطین د حماس او الفتح ګوند ترمنځ خپل منځي ستونزه، چې له څو کلونو راهیسې یې درلوده؛ د خبرو په ترڅ کې حل او د دواړو لوریو ترمنځ د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د یووالي تړون لاسلیک شو.

    د چين د کامیابې ديپلوماسۍ په نتيجه کې د بیجینګ دوهم مهم دیپلوماتیک نوښت: په فلسطین کې د چين په منځګړيتوب د حماس او فتح په ګډون د فلسطين هېواد پاشلو ډلو له اوږده ۱۷ کلن کړکېچ وروسته د يوه قوي، مرکزي او ملي حکومت پر جوړولو هوکړه کړې.

    په تېر يو کال کې چين په منځني ختيځ کې د دوو مهمو تړونونو لپاره هڅی پيل کړې وې چې دواړه هڅې يې بريالي شوې.

    د ایران او سعودي عربستان تر منځ د چین په منځګړیتوب، د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کېدل.

    او اوس بيا د فلسطين هېواد د بېلابېلو ډلو راټولول او تر منځ يې هوکړه ليک هغه څه دي، چې په سيمه ييزو او نړيوالو قضيو کې د اقتصادي نوښتونو تر څنګ چین ورو، ورو سیاسي فعالیتونو ته وده ورکوي؛ د چين دا فعاليتونه له شکه پرته په سیمه کې د امریکا او لویدیځ لپاره یوه نوې او مهمه ننګونه ده.

    له حماس سره د الفتح ګوند روغه، د فلسطین د مشروع هیلو سره په مطابقت کې د اسراییلو د وحشیانه، غیرقانوني اشغال پای ته رسولو لپاره یو ښه فرصت برابروي.

    چین او روس په ګډه امریکایي اهداف تر هدف لاندې نیسې او کرار، کرار په سیمه کې ځان راڅرګندوي؛ روسیه د ختیځ بلاک د مخکښ په ډول سخته په تلاش کې ده، چې مظلوم واقع شوﻱ ملتونه د غرب د ظلم پر وړاندې راټول کړﻱ.

    د روسیې او چین په زیاتېدونکې توګه همکاري او یا په ختیځ کې د نوي ځواک بلاک د جوړولو په حال کې؟ داسې بریښي، چې دوه زبرځواکونه له ریښتیني نظامي اتحاد څخه یوازې یو ګام لرې دي؛ دا به د نړي د تاریخي تناسب بدلون وي.

    چین او روسیې دوه ځلې د جوړجاړي غوښتنه، د پخلاینې د ترلاسه کولو لپاره، تر څو له محمود عباس څخه د نظامي ملاتړ په شمول بشپړ ملاتړ ترلاسته کړي… د روسیې او چین استخباراتو د لویدیځ نړیوال قانون ته د دوی ژمنتیا ښودلې، ترڅو د لویدیځ پر وړاندې یو بشپړ استدلال رامینځته کړي او د لویدیځ تسلط او د هغې مفکورې ناکامې ثابتې کړي.

    له همدې امله يې د فلسطيني ادارې «استازي» راوغوښتل او له «محمد عباس» څخه يې وغوښتل چې د ملي يووالي په خاطر، چې چين او روسيه به پکې پوره ملاتړ وکړي، د بشپړې پخلاينې غوښتنه وکړه.

    محمود عباس انکار وکړ؛ له همدې امله روسیې اسماعیل هنیه راوغوښت او د ملي ازادۍ غورځنګ ته یې په شور او شوق لېوالتیا ښکاره کړه، تر څو په دې اساس لږ تر لږه له روسیې څخه ملاتړ وشي.

    د چین دویمه غوښتنه څه موده مخکې د مدیترانې په سمندرګي کې، د پراخه تاوتریخوالي د مخنیوي او د مشروع حضور لرلو په خاطر… محمود عباس بیا د “قانون تر پوښښ” لاندې د نظامي ملاتړ له ورکولو څخه انکار وکړ، ځکه چې چین او روسیه غواړي د لویدیځ له هغه قانون سره مقابله وکړي، چې دوی پرې تکیه کوي، او هېوادونه تر بندیزونو لاندې راولي.

    خو په درېیم ځل چین وتوانېد، چې د دوی دواړو حماس او الفتح تر منځ د یووالي تړون لاسلیک کړي.

    خو اوس سوال دادی چې دوی د فلسطین مقاومتونو، ولې دوه ځلې د چین غوښتنې رد کړې؟ او درېیم ځل یې ولې ومنله؟لوستونکي دې خپل نظر راسره شریک کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهژر به په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې پيل شي
    راتلونکي مقاله اېتوپیا کې د ځمک‌ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۲۲۹ کسانو رسېدلی

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایراني استخباراتو تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي جاسوسان نیولي

    د ایران فارس خبري اژانس د راپور له‌مخې، د صهیونیستي رژیم او ایران ترمنځ په…

    د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړه؛ دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایراني استخباراتو تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي جاسوسان نیولي

    25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړه؛ دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.