
نړيوالو رسنیو راپور ورکړی، چې
د حماس غورځنګ او اسرائيلي رژيم ترمنځ غزه کې د اوربند طرحې د لومړي پړاو پلي کیدو په موخه په اوربند هوکړه وشوه او ټاکل شوې نن پنجشنبه ځايي وخت د غرمې ۱۲ بجې رسماً لاسليک شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې اسرائیل او حماس غورځنګ د هغه د وړاندې شوې طرحې د لومړۍ مرحلې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
ټرمپ ویلي، دا هوکړه به په نږدې راتلونکي کې د ټولو بنديانو د ازادېدو سبب شي او اسرائیلي ځواکونه به هلته شاتګ کوي چې دواړه خواوې پرې سلا شوې دي.
په همدې حال کې د قطر بهرنیو چارو وزارت هم د اوربند هوکړه تاييد کړې او په خبره یې دا تړون به د جګړې پای ته رسېدل، د فلسطیني او اسرائیلي بندیانو ازادېدل او غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو لاره هواره کړي.
بل لور ته حماس غورځنګ هم په يوه اعلاميه کې د قطر، مصر او ترکیې په منځګړیتوب د جګړې د پای هوکړه تایید کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دا تړون د جګړې بشپړ پای، له غزې د اشغالګرو ځواکونو وتل، د بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو داخلېدل رانغاړي.
حماس د منځګړو هېوادونو له هڅو او د ټرمپ له رول څخه مننه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې باید اسرائیل ته اجازه ور نهکړل شي، څو له تړون څخه سرغړونه وکړي یا د پلي کېدو په برخه کې ځنډ رامنځته کړي.
دغه غورځنګ د فلسطیني ولس فداکاري او زړورتیا ستایلې او ویلي یې دي، چې د ملت قربانۍ د اشغالګرو پلانونه شنډ کړي دي.
حماس په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د فلسطین د آزادۍ، خپلواکۍ او د خپل برخلیک د ټاکلو په اړه به وفادار پاتې شي.