د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي اسرائيلو تر منځ اوربند چې ښايي په څو ساعتونو کې نهايي شي ډېری موارد یې د حماس او فلسطين په ګټه دي.
د حماس غورځنګ له لوري په وړاندې شويو شرطونو کې دا دي چې اسرائيلي پوځيان به له غزې څخه په بشپړه توګه ووځي، د رفح مرز به په بشپړه توګه خلاصوي او اسرائيل به یې پرېږدي، ټپيانو ته به بهر ته د علاج لپاره اجازه ورکول کيږي، ۲ لکه خيمې او ۶۰ زره موقتي خونې به په عاجله توګه غزې ته وړل کيږي، د حماس زر تنه بنديان به خوشې کيږي، له اسرائيلي زندانونو به ټول فلسطيني ښځې او ماشومان را خوشې کېږي، ټولو هجرت کوونکو ته به بېرته خپلو سيمو ته د ورتګ اجازه ورکول کيږي، هره ورځ به د غزې اسمان له اتو تر لسو ساعتونو پورې د الوتکو له شوره خالي وي او ټول روغتونونه به بيرته کار شروع کوي او رغول کېږي به.