
ابو عبیده په خپله تازه وینا کې خبرداری ورکړی، چې اسرائیلي رژيم وروستي پلانونه چې غواړي د منځګړو وروڼو له لارې یې پر فلسطیني مقاومت تېر کړي، ډېر خطرناک کار دی او ټينګار یې کړی، چې موږ نه دوکه کیږو.
هغه زیاته کړې «هغه (جالوت) چې په اوسپنه، ملګرو او لښکرو سمبال دی، هر کله چې ترې زغره وغورځېږي مات به شي او موږ باور لرو چې دوی به ماتیږي.»
د نوموړي په خبره «دښمن» هماغه لوری دی چې تړون ځنډوي، او اړتیا ده چې متعصبه امریکايي اداره د خپلو مسؤلیتونو پر وړاندې ودرول شي.

