
ابو عبیده غزه کې د اسرائیل او امريکايي رژيم وروستيو تحرکاتو ته په اشارې ويلي، چې صهیونیستي-امریکایي متکبران هڅه کوي چې خپل پلانونه زموږ د ماشومانو او زموږ د هیواد په کنډوالو پلي کړي.
هغه زياته کړې، «دښمن» دې پوه شي، چې د مسجد الأقصى سپکاوی به هېڅکله هم بې ځوابه پاتې نه شي، که څه هم فلسطيني ولس یې هر څومره درنه بیه پرې کړي.
نوموړي همدا راز پر اسلامي امت غږ کړی، چې د مسجد الأقصى او فلسطیني بندیانو د دفاع لپاره راپورته او لاریونونه وکړي.
هغه د حماس غورځنګ ځواکونو او عامو فلسطيني وګړو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو بندیانو په دفاع کې قوي عملیات ترسره کړي.

