د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په شمال «جبالیا البلد» سیمه کې د صهیونیستي اسرائیلو په هوایي برید کې د حماس غورځنګ ویاند «عبد اللطيف القانوع» شهید شوی.
حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي شهادت تائید کړی.
د یادونې وړ ده چې، پر غړې تړانګې د صهیونیستي اسرائیلو د بریدونو له بیا پیل راهیسې د حماس غورځنګ د لوړپوړو غړو په ګډون څه باندې ۸۰۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي.