Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د حوثیانو سمندري ځواکونو د فایبر اپټیک څلور مخابراتي کیبلونه په نښه کړي
    منځنی ختیځ

    د حوثیانو سمندري ځواکونو د فایبر اپټیک څلور مخابراتي کیبلونه په نښه کړي

    صابر افغانصابر افغان28 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اسرائیلي رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې د حوثیانو په مشرۍ د یمن سمندري ځواکونو د اوبو لاندې د فایبر اپټیک څلور مخابراتي کیبلونه زیانمن کړي، چې د اسرائیلو پر لور روان دي.

    د یمن هېواد حوثي ځواکونو ویلي دي، که په غزه کې د اسرائیلو پوځیانو برید او ظلمونه ونه درول شي، نو دوی به له هرې ممکنې لارې د اسرائیلو د محاصره کولو له پاره ګامونه پورته کړي.

    د حوثي سمندري ځواکونو په وروستي برید کې چې کوم مخابراتي کیبلونه په نښه شویدي، په دې کې له اسیا څخه اسرائیلو ته د انټرنیټ ټرافیک راځي او داسې بریښي، چې دوی بریالي شوي.

    راپورونه وایي، چې د باب المندب منځنۍ ژوروالی 200 متره دی او ژوروالی اکثراً د 300 مترو څخه ډېر وي؛ دې کچې ته ښکته کېدل او د کیبلونو زیانمنول، چې په ښه توګه خوندي شوي او د ځانګړي احتیاط سره اېښودل شوي، د حوثیانو د اوبو لاندې برید او دفاعي وړتیا او همدارنګه د دوی تخنیکي کچه هم ښیي.

    بل لور ته رسنیو د امریکایي چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړي، چې د یمن وسله والو ځواکونو د عدن په خلیج کې د امریکا د تیلو یوه کښتۍ په نښه کړې ده.

    امریکا وایي، په کښتۍ برید شویدی، خو ادعا کوي چې په برید کې کښتۍ ته کوم زیان نه دی رسېدلی.حوثي جنګیالو وروسته له هغې د اسرائیلو د خواخوږو امریکا، انګلیستان او یو شمېر نورو هېوادونو کښتۍ په نښه کړې، چې پر غزه د اسرائیلو بریدونو زور واخیست او ګڼ شمېر فلسطنیان په کې ووژل؛ دغه ډله وایي، چې بریدونه به یې تر هغې دوام کوي، چې په بشپړ ډول پر غزه د اسرائیلو بریدونه نه وي بند شوي.

    مخکینۍ مقالهد ملګرو ملتونو استازي ټاکل او د غربیانو منافقت
    راتلونکي مقاله امو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې

    مربوطه لیکنې

    د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا وياند ابو عبيدة: روانه جګړه زموږ مشروع حق ديني او ملي مکلفیت دی، موږ له قتال پرته بل هېڅ اختیار نه‌ لرو، زموږ وسلې کمزورې او کمې دي؛ خو زموږ د مجاهدينو ایمان او عزم پياوړی دی

    18 جولای 2025

    قطر، ترکیې او سعودي عربستان د سوریې د ملي يووالي، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ کړی

    18 جولای 2025

    د سوریې د حکومت مشر احمدالشرع: له اسرائيلو سره له جګړې وېره نه لرو؛ خو د ولس ګټې مو په نظر کې نيولي

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.