د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ د حکومت او خصوصي سکټور یو ګډ پلاوی، د قزاقستان الماتا ښار ته رسېدلی، چې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېزي.
ښاغلي عزیزي تر روانېدو مخکې د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي، چې په پلاوي کې ورسره شاوخوا ۲۵۰ افغان سوداګر دي.
په دغه نندارتون کې به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې او نور صادرېدونکي توکي نندارې ته وړاندې شي.