وروسته له هغې چې د حنیف اتمر یو انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، په کوم کې چې نوموړی د ښار په عمومي مېټرو کې د عادي خلکو ترمنځ ناست ښکاري، په ټولنیزو رسنیو کې یې د نوموړي د نوم او سیاسي مخینې په اړه پراخ بحثونه او توند غبرګونونه راپورته شول.
یو شمېر کسانو دغه انځور د هغه د ساده ژوند، بې تکلفۍ او خاکسارۍ نښه وبلله او د همدې ظاهري صحنې پر بنسټ یې هڅه وکړه چې د نوموړي سیاسي مخینه پاکه او سپینه وښيي؛ داسې مخینه چې له مهمو دولتي څوکيو، اغېزناکو رولونو او د هېواد په تر ټولو حساسو سیاسي معاملو او بدلونونو کې له مستقیم حضور څخه ډکه ده.
خو بل لوري ته ډېرو نورو دا صحنه د سادګۍ نښه نه، بلکې د ذلت او سپکاوي یو سمبول وباله؛ د دوی په باور، دا د اتمر د یوې داسې سیاسي کارنامې طبیعي پایله ده چې له خیانت، د اشغالګرو له ملګرتیا او د دې خاورې پر ارزښتونو او ملي ګټو له معاملې ډکه ده.
حقیقت دا دی چې سیاسي څېرې باید په یوه انځور او یوه نمایشي حرکت نه، بلکې د هغوی د سیاسي کارنامو پر بنسټ وپېژندل شي او قضاوت پرې وشي. هغه کارنامې چې د دوی د پرېکړو، دریځونو او تاریخي مسؤلیتونو رښتینی انځور وړاندې کوي.
که د حنیف اتمر د سیاسي ژوند پاڼې په ځیر سره وکتل شي، په څرګند ډول لیدل کېږي چې نوموړی د سیاست ډګر ته له ننوتلو بیا تر وروستیو کلونو پورې تل د واک په محور او جلب کې پاتې شوی، حساس او برخلیک ټاکونکي منصبونه یې په لاس کې لرلي دي. دا حضور له شک پرته د افغانستان پر سیاسي، فرهنګي او امنیتي برخلیک ژور او دوامداره اغېز شیندلی دی.
اتمر د شوروي اتحاد د پوځي اشغال پر مهال د «خاد» په استخباراتي جوړښت کې د رسمي غړي په توګه فعالیت کاوه؛ هغه اداره چې د اشغال پر وړاندې د جنګېدونکو مجاهدینو د ځپلو، تعقیب او په دام کې د اچولو څرګند رول یې له هېچا څخه پټ نه دی. اتمر په عملي توګه د هغو ځواکونو په لیکو کې ولاړ و چې د هغه ولس په وړاندې یې درېځ نیولی و، کوم چې د خپلې خاورې، دین، عزت او آزادۍ د دفاع لپاره راپاڅېدلی و.
د شته روایتونو او معلوماتو له مخې، اتمر د شوروي د اشغال پر مهال په جلال آباد کې له مجاهدینو سره په یوه مخامخ نښته کې ټپي شوی و؛ ویل کېږي د همدې ټپ نښې تر ننه پورې د هغه پر بدن پاتې دي. که د دې واقعیت په جزئیاتو سترګې هم پټې شي، روښانه کوي چې هغه یو بې پلوی نندارچي نه و، بلکې د افغانستان د خلکو د جهاد په وړاندې د مقابل لوري د جبهې یو فعال لوبغاړی و.
د کمونیستي رژیم تر سقوط او کلونه وروسته، کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، حنیف اتمر یو ځل بیا د اشغالګرو ځواکونو تر څنګ ودرېد او د دویم ځل لپاره یې د اشغالګرو څنلګوریتوب غوره کړ. نوموړي د جمهوريت په لاسپوڅي حکومت کې مهمې او اغېزناکې څوکۍ تر لاسه کړې او د واک په جوړښت کې یې د پام وړ رول ولوباوه.
هغه مهال چې نوموړي د معارف د وزیر په توګه دنده ترسره کوله، د هېواد تعلیمي نظام له داسې بدلونونو سره مخ شو چې د اسلامي زده کړو کلتور او محتوا یې په بې سارې او خطرناکه توګه څنډې ته کړه او د غربي فکري نمونو او ارزښتونو د حاکمیت لپاره یې زمینه برابره کړه. سره له دې چې وروسته له اسلامي ارزښتونو سره سم د تعلیمي نظام د عیارولو لپاره هڅې وشوې، خو لا هم د دې بدلونونو اغېز د یو شمېر کسانو په ذهنونو او فکرونو پاتې دی.
د اتمر د سیاسي خیانتونو د اوج دوره د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د ملي امنیت د سلاکارۍ زمانې ته ورګرځي؛ هغه وخت چې د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو لانجمنو پرېکړو څخه یوه (یعنې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک) پلې شوه. هغه تړون چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکا د دايمي پوځي اډو شتون د همدې خاینانو له لوري امضاء شو او اشغالګرو ځواکونو ته یې د پوځي عملیاتو، بمبارد او د ملکي وګړو د وژنې پراخ صلاحیتونه ورکړل.
اتمر نه یوازې د دې تړون په وړاندې چوپ پاتې نه شو، بلکې له هغو کسانو څخه و چې په ښکاره یې ملاتړ ترې کاوه او د لاسلیک لپاره یې تبلیغ ورته کاوه.
یو څوک چې مخینه یې له اشغالګرو سره له همکارۍ، د مجاهدینو په وړاندې له درېدو، د هېواد پر خپلواکۍ له معاملې او د خلکو د دیني او ملي ارزښتونو له پامه غورځولو سره تړلې وي، څنګه کولی شي یوازې د مېټرو پر څوکۍ له کېناستو سره سپینه کوتره ترې جوړه شي او د ستاینې وړ وګرځي؟ د اتمر د کومې کارنامې په اړه باید وغږېږو؟ د شوروي په خدمت کې د استخباراتي فعالیت د سابقې؟ که له امریکا سره د همغږۍ او په افغانستان کې د هغوی د پوځي حضور د مشروعیت ورکولو پر سابقې؟
په مېټرو کې کېناستل د یوه داسې چا لپاره چې د مقام، څوکۍ او شخصي ګټو لپاره یې په ځلونو خپل مسیر له اشغالګرو سره یو ځای کړی او د یوه ملت برخلیک یې د معاملې پر مېز اېښی دی، نه د ساده ژوند نښه ده او نه د ولسي توب څرګندونه کوي؛ بلکې د منتقدینو په آند، د ذلت، رسوایۍ او سیاسي سرټیټۍ یوه څرګنده نښه ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


