د کره سرچینو د مالوماتو له مخې هغه کسان چې له چینایي ښځو سره یې څو ورځې وړاندې عکسونه اخیستي، مجاهدین نه دي او په حقیقت کې د بهرنیو شرکتونو خصوصي ګارډوان دي چې د دې دفترونو د امنیت دنده په غاړه لري.
دغه کسان د کورنیو چارو وزارت تر نظارت لاندې فعالیت کوي او د هغوی وسلې او یونیفارم هم د همدغه وزارت له خوا چمتو کېږي.
په بدل کې، خصوصي ګارډان د امنیتي تجهیزاتو لکه مرمۍ، وسلې، یونیفارم او نورو اړتیاوو لپاره مالیه ورکوي چې دا مبلغ د دولت په بوديجه کې اضافه کېږي.
په دې اساس له لیکوالانو او خبريالانو غوښتنه شوې چې د دې افرادو په اړه “مجاهد” ونه وایي، ځکه چې هغوی یوازې خصوصي امنیتي مسؤولین دي او له مجاهدینو سره هیڅ تړاو نه لري.