د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف خیبر وایي چې، د دغه وزارت له لوري د خلکو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدنې بهیر په چټکۍ سره دوام لري چې د وروستیو شمېرو له مخې په تېرو لسو مياشتو کې ۱۴ زره او ۱۷۷ شکایتونه ثبت شوي دي.
د ښاغلي خیبر په وینا، له یادو شکایتونو څخه ۵۷۵۵ شکایتونه په بریالیتوب سره حل شوي، ۲۷۲۰ شکایتونه تر څېړنو لاندې دي او ۱۶۳۲ شکایتونه د حل په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.
د ښاغلې خیبر په وینا، د یادو شکایتونو په ډله کې ۴۰۴۴ هغه شکایتونه هم شامل دي چې د ټلیفوني اړیکو له لارې ثبت شوي دي.