Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو هوکړه له یو روسي شرکت سره وشوه
    افغانستان

    د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو هوکړه له یو روسي شرکت سره وشوه

    صابر افغانصابر افغان30 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د خواف– هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو هوکړه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او گاما شرکت سره ترمنځ لاسلیک شوه.

    له یاد دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه هوکړه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شوه. :«د خواف– هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ټول لگښت یې ۵۳ مېلیونه ډالرو ته رسېږي. ټاکل شوې چې د دغه پروژې چارې به د شاوخوا دوه کلونو په موده کې په معیاري ډول بشپړې او گټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

    د خبرپاڼې له مخې، دا د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ لویې پروژې وروستۍ برخه ده، چې له رباط پریان څخه پيل د هرات نړیوال هوايي ډگر او صنعتي ښارگوټي ته رسېږي.:«د دغه برخې په بشپړېدو سره به د خواف- هرات د سیمه‌ییز اتصال پروژه؛ افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل کړي او د ترکیې د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي، پر دې سربېره به د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداگریزې راکړې ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.»

    د یادونې وړ ده چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.

    د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستیال الیا کازاکوف سره لیدلي دي.

    په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو استازو ویلي، دواړه هېوادونه بايد د اوسپنې پټلۍ لپاره يوه داسې اغېزمنه لاره غوره کړي، چې لگښتونه يې کم، لنډ او اسانه وي.

    د روسیې د اوسپنې پټلۍ مرستیال الیا کازکوف ویلي، دا چې په اتصالي برخه کې اوسپنې پټلۍ د افغانستان لپاره تر ټولو زياته مهمه ده، فلهذا د روسیې د ريل پټلۍ اداره په هرات-بولدک او افغان ټرانس ریلي پروژو کې هم هر ډول همکارۍ ته چمتو ده، چې د روسیې د ريل پټلۍ اداره به په ریلي برخه کې گڼو افغان ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمينه هم برابره کړي.

    مخکینۍ مقالهپغمان کې ۴ وسله‌وال غلهٔ له منځه وړل شوي
    راتلونکي مقاله هلمند کې د پستې دودولو په پار زرگونه نیالگي روزل کېږي

    مربوطه لیکنې

    د اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو د ساتنې لسګونه منسوبین له يو لړ زده‌کړو فارغ شول

    22 جولای 2025

    له شپږو هېوادونو سره د پولو‌ او ډيورنډ فرضي کرښې د خونديتوب په موخه ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي

    22 جولای 2025

    د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبينو هېواد ته د سلګونه کیلو ګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوی کړی

    22 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جولای 2025

    د اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو د ساتنې لسګونه منسوبین له يو لړ زده‌کړو فارغ شول

    د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په يوه خبرپاڼه کې…

    له شپږو هېوادونو سره د پولو‌ او ډيورنډ فرضي کرښې د خونديتوب په موخه ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي

    22 جولای 2025

    سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو د ساتنې لسګونه منسوبین له يو لړ زده‌کړو فارغ شول

    22 جولای 2025

    له شپږو هېوادونو سره د پولو‌ او ډيورنډ فرضي کرښې د خونديتوب په موخه ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي

    22 جولای 2025

    سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.